د عراق یو مارکېټ کې اور ۶۰ تنه وژلي دي

اور د الکوت ښار د مارکېټ زیاتره برخه سوځولې ده - د جولای ۱۷مې انځور.

د عراق د ختیز واسط ولایت د الکوت ښار په یو مارکېټ کې اور لګېدلی چې پکې لږ تر لږه ۶۰ تنه وژل شوي او ۱۱ ورک دي.

رویټرز اژانس د روغتیايي چارواکو او پولیسو په حواله وايي چې تر اوسه اورلګېدنې لامل معلوم نه دی خو د عراق دولتي خبري اژانس د والي له خولې ویلي دي چې د جولای پر ۱۶مه شپې مهال د شوې پېښې د پلټنو په اړه به معلومات په دوو ورځو کې په ډاګه کړي.

دولتي اژانس وايي، د مارکېټ او د ودانۍ د مالک پرضد یې مقدمه دایره کړې ده.

له پېښې ژغورل شوي یو کس د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې اور د ایېرکنډېشنر د چاودېدو له وجې ولګېد.

اسوشيېټېډ پرېس اژانس وايي، په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

چارواکي وايي، هغه پینځه پوړیز مارکېټ شاوخوا یوه اونۍ مخکې پرانیستل شوی وو او پکې دوکانونه او رستورانونه دي.