د اوکراین پارلېمان د هېواد د اقتصادي چارو پخوانۍ وزیره یولیا سوېريدېنکو د نوې وزیراعظمې په توګه تایید کړې ده.
د جولای پر ۱۷مه د نوموړې ګومارنه د جګړې ښه مدیریت لپاره په کابینې کې د پراخو بدلونونو برخه ده.
سوېریدېنکو تر دې مخکې د وزیراعظم مرستیاله هم وه او د اوکراین د طبیعي زېرمو په اړه یې له امریکا سره د خبرو مشري کوله.
د اوکرایني پارلېمان ۲۶۲ غړو د نوموړې په حق او ۲۲ یې په مخالفت کې رایې وکارولې او ۲۶ غړو له ووټ اچولو ډډه وکړه.
رویټرز اژانس وايي، په داسې حال کې چې له روسیې سره د سولې امکان کم شوی، ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي ۳۹ کلنه سوېریدېنکو ته د هېواد دننه د وسلو جوړولو سطحې لوړولو او پر پورونو د تکیه اقتصاد سمولو دندې سپارلې دي.
هغه د دېنیس شمیهال ځایناستې شوې ده چې له پینځو کلونو راهیسې وزیراعظم وو.