د پاکستان د کرکټ ملي لوبډله د درې ۲۰ اووره سیالیو لپاره بنګلادېش ته تللې ده.
د پاکستان د کرکټ بورډ د جولای پر ۱۷مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) یوه ویډیو خپره کړې او ورسره یې لیکلي چې لوبډله یې پلازمېنې ډاکې ته رسېدلې ده.
د کرکټ بورډ په وینا، د دواړو لوبډلو ترمینځ لومړۍ ۲۰ اووره سیالي د جولای پر ۲۰مه د ډاکې په شېر بنګلا نړیوال لوبغالي کې کېږي چې ټاکل شوې د پېښور پر وخت د مازیګر پر پینځو بجو پیل شي.
ټاکل شوې چې دواړه لوبډلې د جولای پر ۲۲مه په دویمه او بیا پر ۲۴مه په وروستۍ سیالۍ کې یو بل ته مخامخ شي.
د کرکټ بورډ وايي، سلمان علي اغا لوبډلمشر دی او په ۱۵ کسیزه لوبډله کې فخر زمان، صایم ایوب، فهیم اشرف، خوشدل شاه، محمد نواز، محمد حارث، ابرار احمد، حسن نواز، حسین طلعت، احمد دانیال، عباس اپرېدی، صاحبزاده فرحان، سلمان مرزا او سفیان مقیم شامل دي.