چارواکي وايي پاکستان کې وروستیو بارانونو له ۲۲۰ زیات کسان وژلي دي

په راولپېنډۍ کې پر سړکونو اوبه روانې دي - د جولای ۱۷مې انځور

چارواکي وايي په پاکستان کې بارانونو او ورسره تړلو نورو پېښو کې د وژلو شویو کسانو شمېر ۲۲۱ ته پورته شوی دی.

د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ملي اداره (اېن ډي اېم اې) وايي، پر دې سربېره له ۶۰۰ زیات کسان ژوبل شوي هم دي.

د فرانسې خبري اژانس د اېن ډي اېم اې د یوه چارواکي په حواله لیکلي دا هغه ارقام دي چې دوی د جون ۲۶مې او د جولای د ۲۱مې ترمینځ ثبت کړي دي. اژانس لیکي، په وژلو شویو کې ۱۰۴ ماشومان او ۴۰ مېرمنې هم دي.

یاده اداره وايي بارانونو او سېلابونو ترټولو زیات ځاني تاوان په پنجاب صوبه کې اړولی چېرته چې ۱۳۵ کسان یې له وجې وژل شوي دي. همدا رنګه خیبر پښتونخوا صوبه هم د روان کال بارانونو او سېلابونو سخته ځپلې ده او د اېن ډي اېم اې په وینا دغلته لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي دي. پر دې سربېره، په سېند کې ۲۲ او بلوچستان کې ۱۶ کسان وژل شوي دي. دوی وايي د دې ترځنګ د ملک په نورو برخو کې هم بارانونو او سېلابونو خلکو ته مرګژوبله وراړولې ده.

اېن ډي اېم اې وايي زیاتره مرګژوبله د کورونو او دېوالونو د راپرېوتو، سېلابونو، د ځمکې د ښوییدلو، د بجلۍ د نیولو او د تندر پرېوتو له وجې خلکو ته اوړېدلې ده.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په پاکستان کې ورښتونو او سېلابونو لسګونه کسان وژلي

د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ملي اداره وايي د بارانونو او سېلابونو له وجې لارې هم خرابې شوي، زیات شمېر ګاډي یې هم وړي دي او څاروي یې هم وژلي دي.

اېن ډي اېم اې وايي د هغوی د معلوماتو له مخې وروستیو بارانونو تراوسه په ټول هېواد کې له ۸۰۰ زیات کورونه نړولي او له ۲۰۰ زیات څاروي یې هم له منځه وړي دي.

تر دې وړاندې د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ملي اداره (اېن ډي اېم اې) د جولای پر ۱۴مه ویلي ول چې په پاکستان کې په جون میاشت کې د بارانونو پر مهال په بېلابېلو پېښو او په سېلابونو کې لږ تر لږه ۱۱۱ کسان وژل شوي شوي ول.

په پنجاب او خیبر پښتونخوا کې د ورښتونو پر مهال د مرګژوبلې تازه پېښې پر داسې مهال شوې دي چې د جولای له ۱۵مې څخه د پشکال میاشت پیل شوې ده. په دې موسم کې له عرب سمندرګي او د هند له بحره نمداره هواګانې د خیبر پښتونخوا او پاکستان نورو شمالي برخو ته ځي چې له امله یې هلته بارانونه کېږي. په ځینو وختونو کې هغه بارانونه د هېواد په جنوب کې هم کېږي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د سوات سیند ۱۶ کسان لاهو کړل، درې ترې ژوندي ویستل شوي

هغه ورښتونه د کرنې لپاره ګټور وي، خو اکثر د سېلابونو، کمرونو نړېدو، او بېخبنا ته د زیان لامل هم کېږي.

تېر کال هم په پاکستان او افغانستان کې سختو بارانونو خلکو ته سخت مالي او ځاني تاوانونه اړولي ول.

پوهان وایي، په افغانستان او پاکستان کې د طبیعي ناورینونو لامل د اب و هوا بدلون دی چې له کبله یې اوس بارانونه د ټاکلي وخت پر ځای ناڅاپي کېږي چې کرنیزې ځمکې، کورونه، او د خلکو ژوند ته زیان رسوي.

د یادونې وړ ده چې تېر کال هم په خیبر پښتونخوا او افغانستان کې بې وخته بارانونو خلکو ته سخت مالي او ځاني تاوانونه اړولي ول.

پوهان وایي، په افغانستان او پاکستان کې د طبیعي ناورینونو لامل د اب و هوا بدلون دی چې له کبله یې اوس بارانونه د ټاکلي وخت پر ځای ناڅاپي کېږي چې کرنیزې ځمکې، کورونه، او د خلکو ژوند ته زیان رسوي.