د افغانستان له شمالي ولایتونو خوست ته د ځوانانو پلاوی ورغلی دی
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
خوست ته ورغلي ځوانان وايي د امن او ورورولۍ پیغام یې له ځانه سره وړی دی. د جولای په ۲۱مه د افغانستان د ځوانانو او فعالانو ۴۰ کسیزه ډله خوست ته ورغلې وه.
تابیا کوونکي وايي، له دې پروګرامه يې موخه د هېواد د بېلابېلو سیمو د خلکو او ځوانانو ترمینځ د یووالي او باور جوړول دی.
د خوست لسګونه اوسېدونکو هلته ورغلو ځوانانو ته هرکلی وویلو.
نور حال د مشال راډیو د خبریال په دې راپور کې.