چارواکي وايي د ۹۴ زرو خلکو د کډوالۍ تمه لري

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د افتونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (پي ډي اېم اې) چارواکي وايي د خیبر ضلعې د مرستیال کمېشنر په امر یې له تیرا څخه د خلکو د کډو ویستلو انتظامات پیل کړي دي. که څه هم تراوسه د تیرا د خلکو د ممکنه کډوالۍ نېټه ښودل شوې نه ده او نه هم هغو خلکو کډوالېدو ته زړه ښه کړی دی خو د پي ډي اېم اې یوه چارواکي عادل ظهور مشال راډیو ته ویلي، د هغوی ادارې له خپلې غاړې چمتووالی نیولی او د تیرا په پیندي چینه کې یې د نوم ثبتولو مرکز جوړ کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې په خیبر کې ناامني زیاته شوې او امنیتي او حکومتي چارواکو په تیرا کې د ځینو کلیو خلکو ته ویلي چې د لنډې مودې لپاره دې کورونه پرېږدي چې پوځ پکې د مشکوکو وسلوالو پرضد پراخ عملیات وکړي. نور حال په دې راپور کې.