عوامي نیشنل ګوند په پېښور کې قامي امن جرګه وکړه

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د جولای پر ۲۶مه د پېښور په باچا خان مرکز کې په قامي امن جرګه کې د عوامي نیشنل ګوند ترڅنګ د نورو ګڼو ګوندونو استازو هم ګډون وکړو. وروسته پر ۲۸ نکاتو مشتمله اعلامیه هم ولوستل شوه چې ځیني نکات یې دا دي: د مولانا خانزېب د وژنې دې عدالتي پلټنې وشي. ریاست دې په خیبر پښتونخوا صوبه کې امنیت پر ځای کړي. په قبایلي سیمو کې دې نور عملیات دې نه کېږي. د معدنیاتو اېکټ یا قانوني لایحه په هېڅوک صورت کې نه منو. د ښو او خرابو طالبانو ترمینځ دې توپیر ختم کړل شي. پر نیشنل اېکشن پلان دې عمل وشي. د جبري لادرکیو مخه دې ونیول شي. جرګه په قبایلي ضلعو کې د امن د ټولو پاڅونونو ملاتړ کوي. د عوامي نیشنل ګوند صوبايي مشر میا افتخار حسین وايي د جرګو لړۍ به تر هغې روانه وي ترڅو چې ریاست د پښتنو مسلو او کشالو ته په سنجیده نظر کتلي نه وي او هغه یې ورته حل کړي نه وي. نور حال د مشال راډیو د خبریال په راپور کې.