په نیویارک کې وسلوال برید کې څلور کسان وژل شوي دي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

رویټرز او اېسوشیټېډ پریس اژانسونو د نیویارک د چارواکو په حواله لیکلي دي چې د جولای پر ۲۸مه یو وسلوال تن د ښار په مرکزي سیمه مېنهیتن کې یوې ودانۍ ته له ننوتلو وروسته ناتاره ډزې پیل کړې. چارواکي وايي په دې برید کې د يولیسو د یو افسر په ګډون څلور کسان وژل شوي او یو ژوبل دی. پولیس وايي له ډزو وروسته د بریدګر جسد یې ترلاسه کړی دی او ګومان کېږي چې ځان به یې پخپله ویشتی وي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.