پاکستان وايي افغانستان ته یې د صادراتو کچ شاوخوا ۴۰ فیصده لوړ شوی

له پاکستانه د چمن پر لاره افغانستان ته په غنمو بار لارۍ ولاړې دي - پخوانی انځور

پاکستان وايي په تېر یو کال کې یې افغانستان ته د صادراتو (برامداتو) کچه لوړه شوې ده.

دولتي خبري اژانس (اسوشيېټېډ پرېس اف پاکستان یا اې پي پي) د جولای پر ۳۰مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) د پاکستان د دولتي بانک (سټېټ بینک اف پاکستان) په حواله لیکلي چې د ۲۰۲۳ز -۲۴ز مالي کال پرتله په ۲۰۲۴ز ـ ۲۵ز مالي کال کې له پاکستانه افغانستان ته "۳۸.۶۸ سلنه زیات توکي" لېږدول شوي دي.

اژانس وايي، په ۲۰۲۳ز -۲۰۲۴ز مالي کال کې پاکستان افغانستان ته څه د پاسه ۵۵۸ مېلیونه امریکا ډالرو په ارزښت صادرات کړي ول خو په ۲۰۲۴ز ـ ۲۰۲۵ز مالي کال کې دا کچ نېږدې ۷۷۴ مېلیونو ډالرو ته لوړ شو.

په پاکستان کې مالي کال د جولای له لومړۍ څخه د جون تر ۳۰مې پورې وي.

بل لوري ته په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکي وايي، پاکستان ته یې صادرات زیات شوي دي.

د طالبانو حکومتي ارقامو له مخې، په تیر یو کال کې له افغانستانه پاکستان ته د برامداتو ارزښت له څه باندې ۱۱ مېلیونه څخه نېږدې ۲۶مېلیونه ډالرو ته رسېدلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د پاکستان او طالبانو حکومتونو د مېوو او سبزیو په ګډون پر یوشمېر توکو د تعرفو ټيټولو هوکړه وکړه.

د پاکستان د دولتي بانک پر څرګندونو سربېره، په تېرو کلونو کې د دواړو خواوو ترمینځ سوداګري د تورخم او نورو لارو د بندېدو، پر ټرانسپورټرانو او کاروباریانو د اسلام اباد د بېلابېلو محدودیتونو او داراز، د افغانستان پر مالونو د لویو تعرفو یا ټیکسونو له وجې خورا اغېزمنه شوې ده.