د نوښار سمیع الله د ۳ وروڼو تر وژل کېدو وروسته ځان خوندي نه بولي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

سمیع الله د مې په پای کې له اېټالیا څخه په نوښار کې خپل پلرني کلي ته ستون شو. هغه وايي، دوه وروڼه یې هم له اېټالیې او قبرصه د سفر ملګري ول. هغه وايي، د جون پر لومړۍ یې واده وکړ او بیا د جولای پر ۱۸مه یې په خپل کلي پلوسۍ کې له تره سره د جایداد پر سر جرګه کوله چې د تره زوی یې ناڅاپه ډزې پیل کړې او درې وروڼه یې وویشتل. سمیع الله وايي، دوه وروڼه ځای پر ځای ووژل شول او درېیم یې د جولای پر ۲۵مه په روغتون کې سا ورکړه. دی وايي، په کلي کې ځان خوندي نه بولي او د پولیسو له کاره هم مطمین نه دی. سمیع الله البته زیاتوي چې د نوښار پولیسو یې تره او د هغه دوه زامن نیولي دي. مشال راډیو د نوموړي د دعوو په اړه د ملزمانو نظر وانخیستای شو ځکه چې درې یې د پولیسو په حراست کې دي او څلورم مفرور دی. تفصیل په مرکه کې.