چینایانو څنګه د شیدو لوشلو نړیوال رېکارډ جوړ کړ؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د چین په تیانجون سیمه کې ځايي خلکو د غژګاو (یاک) د شیدو لوشلو نړیوال رېکارډ جوړ کړی دی. په سیالۍ کې خلکو تر ۱،۰۰۰ ډ‌ېرې غژګاوې ولوشلې. غژګاو غوا او غوایي ته ورته غرنی څاروی دی په منګولیا، تبت او د افغانستان په شمال کې د پامیریانو په سیمه کې موندل کېږي او د ځايي خلکو د ژوند مهمه برخه ده ځکه چې د شیدو او بار لېږدولو لپاره کارېږي. په تیانجون کې د غژګاو ځغاسته هم شوې. نور د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو په جوړ رپورټ کې.