روسیه کې شاوخوا ۵ پېړۍ وروسته یو اورشیندی فعال شوی دی

په کمچاتکا کې له اورشیندي څخه لوګي او ایره خېژي - د اګست درېیمې انځور.

د روسیې په ختیزه سیمه کمچاتکا کې شاوخوا پینځه پېړۍ وروسته یو اورشیندی یا اتش فشان فعاله شوی دی.

اسوشيېټېډ پرېس او د جرمني خبري اژانسونه وايي، دا تر هغې وروسته ده چې څو ورځې مخکې یوې زورورې زلزلې سیمه ولړزوله او په ارام بحر کې یې څونامي وزېږوله.

د امریکا د ځمکپوهنې ادارې په وینا، پر رېښتر پیمانه د جولای ۳۰مې زلزلې زور ۸.۸ وو. دا په هغه سیمه کې له ۱۹۵۲ز کال راهیسې تر ټولو زوروره زلزله وه.

اسوشيېټېد پرېس اژانس وايي، د کراشېنینوف اورشیندي د اګست پر درېیمه د اسمان پر لوري شاوخوا شپږ کېلومیټره پورته ایره وشیندله.

دولتي رسنیو یوشمېر انځورونه خپاره کړي چې پکې د ایرو لویې ورېځې ښکاري.

د اورشیندي له فعالېدو سره سم په سیمه کې زلزله هم راغله چې پر رېښتر پیمانه یې شدت ۷.۰ وو او د روسیې د بیړنیو چارو وزارت د کمچاتکا په درو سیمو کې د څونامي خبرداری ورکړ خو څه ساعت وروسته یې د وضعیت عادي کېدو اعلان وکړ.

په کمچاتکا کې اورشیندونکو ته د غبرګون ښوولو ډلې مشرې اولګا ګېرینا د روسیې ریانووستي اژانس ته ویلي، دا په "۶۰۰ کلونو کې لومړی ځل دی چې د کراشېنینوف اورشیندي فعالیت تاییدېږي."

البته په امریکا کې د اتش فشاني چارو سمېستسونیین مرکز وايي، هغه اورشیندی په وروستي ځل ۴۷۵ کاله مخکې په ۱۵۵۰ز کال کې فعال شوی وو.

په سمدستي توګه روښانه نه ده چې د دواړو ادارو ترمینځ په معلوماتو کې د توپیر لامل څه دی.