خضر حیات نه غواړي د معذورۍ له وجې چا ته احتیاج شي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پېښور اوسېدونکی خضر حیات اته کلن وو چې په یوه پېښه کې یې لاس غوڅ شو. دی وايي، پر دې سربېره یې نه غوښتل چې پر کورنۍ بار (بوج) شي نو ځکه مزدوري کوي. هغه چېنګچي چلوي او د سریو (سیخانو) د ماتولو سخت کار کوي. حیات وايي، که تعلیم یې ترلاسه کړی وای نو ښايي سختې مزدورۍ ته اړ شوی نه وای. نور په لنډ ویډیويي رپورټ کې.