امنیتي سرتېرو د زیارت د انتظامي چارواکي د ازادولو لپاره عملیات پیل کړي
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
چارواکي وايي، د بلوچستان د پښتون مېشته سیمې زیارت د انتظامي افسر یا اسېسټنټ کمېشنر او د هغه د زوی د خوشې کولو لپاره یې عملیات پیل کړي دي. د زیارت انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) ذکا دراني د اګست پر ۱۱مه مشال راډیو ته وویل، محمد افضل د یکشنبې (اتوار) پر ورځ له خپلې کورنۍ سره په چکر تللی وو چې وسلوالو یې ګاډی ودراوه، هغه او د هغه زوی یې وتښتاوه، ډرېور یې پرېښود او ګاډي ته یې اور واچاوه. دی وايي، افضل د پنجاب اوسېدونکی وو خو د ژوند ډېره برخه یې د زیارت په سنځاوۍ کې تېره کړې وه. د نوموړي د تښتونې ذمه واري لا چا نه ده منلې. دا په داسې حال کې ده چې د اګست پر ۱۰مه وسلوالو په مستونګ کې پېښور ته پر تلونکي اورګاډي چاودنه وکړه چې له کبله یې له کوټې څخه د پاکستان مختلفو برخو ته د اورګاډو تګ راتګ درېدلی دی. د بلوچستان حکومت د امنیت خرابې وضعې ته په کتو د میاشتې تر پای پورې په صوبه کې د موبایل ټېلېفون انټرنېټ بند کړی دی. تفصیل په رپورټ کې.