د خوست د روغتیايي مرکزونو فارغان دندې غواړي
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
په خوست کې له روغتیايي مرکزونو فارغو شویو له اړوندو ادارو او نړیوالو بنسټونو څخه ورته د کار موقعو برابرولو غوښتنه کړې ده. دوی د اګست پر ۱۳مه د فراغت په غونډه کې وویل، پر اقتصادي ستونزو سربېره یې خپلې زده کړې بشپړې کړې خو کاري فرصتونه یا موقعې نه لري. دا په داسې حال کې ده چې د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو د واکمنېدو څلور کاله پوره شول. په لمانځغونډه کې یوازې هلکان موجود ول ځکه چې طالبانو په ۲۰۲۱ز کال کې واک ته له رسېدو سره سم تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعلیم بندیز ولګاوه. هغوی د ۲۰۲۲ز کال په ډېسېمبر کې د پوهنتونونو دروازې هم د نجونو پر مخ وتړلې او د ۲۰۲۴ز د ډېسېمبر په پیل کې یې په طبي انسټېټیوټونو کې هم د نجونو پر زده کړو بنديز ولګاوه. د طالبانو دې اقداماتو پراخ نړیوال غبرګونونه وپارول، خو هغوی وايي، د نجونو د زده کړو لپاره پر یوه تګلاره او د مناسب چاپېریال پر جوړولو کار کوي. طالبان البته دا نه روښانوي چې په تېرو څلورو کلونو کې یې په دې برخه کې څومره پرمختګ کړی دی. ویډيويي رپورټ.