په افغانستان کې د طالبانو ۴ کلنې واکمنۍ ته کتنه

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو د واکمنېدو څلور کاله پوره شول. طالبانو د ۲۰۲۱ز کال د اګست په نیمايي کې کابل ته له داخلېدو سره سم جمهوري نظام ړنګ کړ او د سېپټېمبر د لومړۍ اونۍ په پای کې یې خپل سرپرست حکومت اعلان کړ. د هم هغه کال د اګست په پای کې د امریکا وروستی سرتېری له افغانستانه ووت. امریکا له ۲۰۰۱ز کال راهیسې تر دوو لسیزو پورې په افغانستان کې لسګونه زره سرتېري ځای پر ځای کړي ول. موږ د رویټرز اژانس له ویډیو څخه په جوړ رپورټ کې په افغانستان کې د طالبانو څلور کلنې واکمنۍ پر مهال مهمو پرمختګونو ته کتنه کړې ده.