امنیتي ځواکونو په لوی ماموندو کې عملیاتو او کرفیو ته دوام ورکړی دی
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د باجوړ جرګې په لوی ماموندو کې د ګرځبندیز (کرفیو) نه ختمېدو په صورت کې د احتجاج پیلولو ګواښ کړی دی. د جرګې یو مشر صاحبزاده هارون رشید د اګست پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل، انتظامي چارواکو او په سیمه کې وسلوالو ورته باور ورکړی وو چې د جنګ په صورت کې به ولس نه زیانمنېږي. دی وايي، انتظامیې ورته ویلي دي چې د اګست پر ۲۱مه به کرفیو ختموي نو که دا کار یې و نه کړ احتجاج پیلوي. دا په داسې حال کې ده چې د جولای د ۲۹مې راهیسې د باجوړ د لوی ماموندو په مختلفو برخو کې د مشکوکو وسلوالو پرضد د امنیتي ځواکونو عملیات دوام لري. د عملیاتو له امله شاوخوا ۱۰۰،۰۰۰ وګړي بې کوره شوي دي. انتظامیې لا په سیمه کې د ګرځبندیز ختمولو په اړه څه نه دي ویلي. په دې اړه رپورټ واورئ.