افغانان هېواد ته د ستنېدو پر وخت له ستونزو سر ټکوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د خیبر پښتونخوا د نوښار په اضاخېلو کې هره ورځ یوشمېر لارۍ بارېږي او هلته مېشت افغانان هېواد ته ستنېږي. له هغو څخه یې ځینو مشال راډیو ته وویل چې د نوملیکنې په مرکزونو کې یې ډېر وخت لګي نو حکومت دې دا بهیر ګړندی کړي. یو کډوال وویل چې سکول یې بچیو ته د ښوونځي پرېښودو تصدیقنامه هم ور نه کړه. داراز، نور کډوال وايي کاروبارونه یې په کم نرخ خرڅ کړل او پوره پیسې یې هم نه دي ترلاسه کړي. پاکستان د اګست په پیل کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) د مهاجرت کارډ (پروف اف رجسټرېشن یا پي او ار) لرونکو ته د میاشتې تر پای پورې د هېواد پرېښودو سپارښتنه وکړه. یو اېن اېچ سي ار وايي، په پاکستان کې څه باندې ۱،۳۰۰،۰۰۰ افغانان پي او ار کارډونه لري. پاکستان وايي، د پي او ار کارډونو موده د جون میاشتې په پای کې پای ته رسېدلې ده. اسلام اباد د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو سازمانونو پر انتقادونو سربېره وايي، د ټولو افغانانو ایستلو ته ژمن دی او دا کار د خپل ملي امنیت په ګټه بولي. ویډیويي رپورټ وګورئ.