ملګري ملتونه: پاکستان کې نیمايي وګړي پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د اګست له ۲۴مې څخه تر ۲۸مې پورې د اوبو نړیواله اونۍ لمانځل کېږي چې موخه یې د تازه او پاکو اوبو ارزښت په اړه پوهاوی پیدا کول او د اب و هوا بدلون مخنیوي اقدامات کول دي. د سویډن په سټاکولم کې د اوبو نړیوال انسټېټیوټ هر کال د اوبو اونۍ لمانځي. د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) وايي، په نړۍ کې ۲.۱ مېلیارده (اربه) وګړي له پاکو اوبو بې برخې دي. ملګري ملتونه وايي، د پاکستان شاوخوا نیم نفوس یا ابادي پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري. پاکې اوبه څه ته وايي او ناولې اوبه څنګه پاکېدای شي؟ پر دې موضوع مو د چارسدې د باچا خان پوهنتون د غذايي چارو له استاد ډاکتر افتخار عالم سره مرکه کړې او ورڅخه مو پوښتلي چې په پاکستان کې څومره خلک پاکو اوبو ته سم لاسرسی نه لري؟