د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو ترمینځ د ۲۰ اووره کرکټ سیالۍ پیلېږي

د پاکستان توپ اچوونکی د افغانستان د بیټر سوځولو لپاره وېکټه ولي - انځور له ارشیفه.

د افغانستان، پاکستان او د متحده عربي اماراتو د کرکټ ملي لوبډلو ترمینځ درې اړخیزه ۲۰ اووره سیالۍ پیلېږي.

په دې لړ کې لومړۍ سیالي د اګست پر ۲۹مه د شارجې په لوبغالي کې د افغانستان او پاکستان ترمینځ کېږي. ټاکل شوې چې هغه سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اتو او د کابل پر اووه نیمو بجو پیل شي.

د اي اېس پي اېن کرېک انفو ووبپاڼې د سیالیو مهالوېش خپور کړی دی چې له مخې یې ټاکل شوې چې دویمه سیالي د اګست پر ۳۰مه د پاکستان او متحده عربي اماراتو د لوبډلو ترمینځ وشي.

د افغانستان د کرکټ بورډ د اګست پر لومړۍ نېټه پر خپله ووبپاڼه په بیان کې ویلي ول چې درېواړه لوبډلې به له یو بل سره شپږ سیالۍ کوي او دوه غوره لوبډلې به د سېپټېمبر پر اوومه په پایلوبه کې یو بل ته مخامخېږي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د سېپټېمبر له نهمې څخه تر ۲۸مې پورې په اماراتو کې د اسیا کپ سیالۍ ترسره شي.

په هغو ۲۰ اووره سیالیو کې د افغانستان، پاکستان، هند، سري لنکا، بنګلادېش، عمان، متحده عربي امارات او هانګ کانګ ملي لوبډلې برخه اخلي.