د فرانسې مظاهره کوونکي د ولسمشر مېکرون د استعفا غوښتنه کوي
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
په فرانسه کې د نوي وزیراعظم له ټاکل کېدو راهیسې پراخې مظاهرې پیل شوې دي. سباستین لېکورنو د سېپټېمبر په نهمه نېټه د فرانسې د نوي وزیراعظم په توګه خپله دنده پیل کړه. مظاهره کوونکي غوښتنه کوي چې د خلکو اقتصادي وضعیت ته دې جدي پاملرنه وشي. مظاهرې چې د سېپټېمبر پر نهمه پیل شوې وې، په ۱۰مه نېټه هم روانې وې. په سرښار پاریس او ګڼو نورو ښارونو کې د پولیسو او مظاهره کوونکیو ترمینځ د اخ و ډب راپورونه هم ورکړل شوي دي.
نور حال د رویټرز او د فرانسې خبري اژانسونو له وېډیوګانو په جوړ راپور کې وګورئ.