د امریکا یو سیاسي او رسنیز فعال چارلي کېرک ووژل شو

چارلي کېرک په ارېزونا کې د یوې غونډې پر مهال له ډانلډ ټرمپ سره پر سټیج ولاړ دی - د ارشیف انځور

د امریکا یو سیاسي او رسنیز فعال او د ولسمشر ټرمپ ملاتړی چارلي کېرک په ډزو وویشتل شو.

پر نوموړي د سېپټېمبر پر ۱۰مه، په یوتا ویلي پوهنتون کې د وینا پر مهال ډزې وشوې او ولسمشر ټرمپ یو ساعت وروسته د هغه د مړینې اعلان وکړ. نوموړي پر اېکس (پخواني ټوېټر) په یو وېډیويي پیغام کې وویل چې د چارلي کېرک پر وژنه له زړه نه خپه دی. هغه وویل، "د چارلي پر مړینه خپه او غصه یم، هغه یو وطنپال شخصیت وو او له خپل هېواد امریکا سره یې ډېره مینه لرله. هغه په امریکا کې د خپلواکۍ، جمهوریت، برابرۍ او د امریکا د خلکو د حقونو لپاره مبارزه کوله. هغه د رښتیاوو او خپلواکۍ لپاره د یو سمبول بڼه لرله."

ولسمشر ټرمپ دا هم وویل چې چارلي کېرک د امریکايي ځوانانو ترمینځ کې تر ټولو محبوب تن وو.

۳۱ کلن چارلي کېرک د ټرننګ پواینټ په نامه د ځوانانو د یوه سازمان له موسسینو څخه وو.

ټرننګ پواینټ سازمان چې په امریکا کې د ځوانانو ترټولو لوی محافظه کار سازمان دی، د تېر کال په انتخاباتو کې یې د ټرمپ د ملاتړ لپاره مهم رول ولوباوه.

د مشکوک کس د هویت او د کېرک د وژنې د انګیزې په اړه جزیات لاهم روښانه نه دي.

د امریکا فدرالي پولیسو (FBI) په پیل کې ویلي وو چې دوی یو مشکوک کس نیولی دی مګر وروسته څرګنده شوه چې دغه کس په پیښه کې لاس نه درلوده.

د پولیسو لخوا تحقیقات روان دي.