پولیس وايي په بنو کې وسلوالو ۵ حکومتي مامورین تښتولي دي

د بنو نقشه

پولیس وايي وسلوالو په بنو کې د اوبو او د برېښنا د ادارې (واټر اینډ پاور ډوېلپمېنټ اتارټي یا واپډا) پینځه کارکوونکي تښتولي دي.

د بنو د پولیسو رسنیو ته ویلي دي چې د سېپټېمبر په ۱۲مه د واپډا مامورینو په پیردل خېلو مالت کې د برېښنا مرمت کاوه چې وسلوالو وتښتول.

پولیس وايي د نامعلومو وسلوالو خلاف یې مقدمه درج کړې او د تښتول شوو کسانو لټون یې پیل کړی دی.

تر اوسه چا د بجلۍ د ادارې د مامورینو د تښتولو مسوولیت قبول کړی نه دی.

په بنو او شاوخوا سیمو کې تر دې وړاندې هم وسلوالو حکومتي مامورین او سیمه ییز مشران د وسلې په زور تښتولي دي چې بیا وروسته د سیمې د مشرانو په جرګو او د پولیسو په هڅو خوشې شوي دي.

په همدې حال کې امنیتي ځواکونو او پولیسو هم د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.