د نیپال ولسمشر د تازه انتخاباتو اعلان وکړ

د نیپال ولسمشر ام چندرا پاودېل لنډمهالې وزیراعظمې سوشیلا کارکي ته سوګند ورکوي - د سېپټېمبر ۱۲مې انځور

د نیپال ولسمشر رام چندرا پاودېل په هیواد کې د تازه عامو انتخاباتو اعلان کړی دی.

نوموړي د سېپټېمبر پر ۱۲مه ناوخته پارلېمان مات کړ او د راتلونکي کال د مارچ پر پینځمه یې عام انتخابات اعلان کړل.

دا له هغه وروسته ده چې په نیپال کې د یوې اوونۍ تر خونړیو ګډوډیو وروسته وزیراعظم کې پي شرما اولي د سېپټېمبر پر نهمه له خپلې دندې استعفا وکړه.

د هغه پر ځای د سېپټېمبر پر ۱۲مه د هیواد د سپریم کورټ پخوانۍ مشره قاضیه (چیف جسټسه) سوشیلا کارکي د ملک لنډمهاله وزیراعظمه وټاکل شوه. نوموړې د دې هیواد په تاریخ کې لومړنۍ ښځینه وزیراعظمه ده.

دا له هغه وروسته ده چې د نیپالي حکومت د تګلارو پرضد په راپورته شویو احتجاجونو کې د رویټرز خبري اژانس په وینا، لږ تر لږه ۵۱ کسان ووژل شول او تر ۱۳۰۰ زیات ټپیان شول.