د پاکستان او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو پر سیمه ییزو او نړیوالو چارو خبرې اترې کړې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سېپټمبر پر ۱۴مه پر ایکس پاڼه په خپاره کړي بیان کې ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو تېره شپه خپل پاکستاني سیال اسحاق ډار ته ټلیفون کړی وو.
بیان لیکي چې مارکو روبیو او اسحاق ډار د امریکا او پاکستان پر اړیکو د بحث تر څنګ پر سیمه ییزو او نړیوالو پرمختګونو هم غږېدلي دي.
دا بیان زیاتوي چې دواړو مشرانو د دواړو هیوادونو ترمنځ د بېلا بېلو برخو په همکارۍ د اړیکو لا ټینګولو هوډ ښودلی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ له بیا راتګ سره د پاکستان او امریکا اړیکې د ښه کېدو پر لور روانې ښکاري.
د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ۲۰۲۵م کال د مارچ پر څلورمه په دويم ځل د ولسمشرۍ دندې تر سمبالولو وروسته کانګرس ته په لومړنۍ وینا کې ویلي وو چې په افغانستان کې د ۱۳ امریکايي سرتېرو د وژنې "عامل" د پاکستان په مرسته نیول شوی دی.
ولسمشر ټرمپ ویلي وو، "خوښ یم چې نن شپه د هغه ترهګر نیول کېدل اعلان کړم چې د [کابل په هوایي ډګر کې] د ظالمانه برید عمده مسول وو."
ټرمپ د پاکستان د حکومته مننه وکړه چې د هغه کس په نیولو کې یې مرسته کړې وه.
د یادونې وړ ده چې د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۲۶مه د کابل له هوايي ډګر دباندې په دوو ځانمرګو بريدونو کې د ۱۳ امريکايي سرتېرو په ګډون لږ تر لږه ۱۷۰ افغانان ووژل شول.
د هغه برید زمه واري داعش ډلې خراسان څانګې منلې وه او ویل کېږي چې د پاکستان له خوا نیول شوی شریف الله یې تر ټولو مسوول چل جوړونکی وو.
دا هم وګورئ:
پاکستان له امریکايي شرکتونو سره د ۵۰۰ مېلیونو ډالرو پانګونې تفاهم لیکونه لاس لیک کړلد پاکستان پوځ وايي امریکا د سېلاب ځپلو لپاره مرستې ورلېږلې ديامریکايي ولسمشر تر هغه وروسته د مې پر ۱۰مه نېټه ویلي وو چې د ده په منځګړتوب پاکستان او هند "د بشپړ او سمدستي اوربند" هوکړه کړې ده.
ولسمشر ټرمپ پر رسمي اېکس پاڼه په یو بیان کې ليکلي وو، "زه خوښ یم چې اعلان وکړم چې هند او پاکستان د یو بشپړ او سمدستي اوربند هوکړه کړې ده. دواړو هېوادونو ته مبارکي وایم چې له عقل او هوښیارۍ څخه يې کار واخیست."
له هغه راوروسته د پاکستاني پوځ مشر جنرال عاصم منیر امریکا ته سفرونه کړي او د پاکستان د وزیراعظم شهباز شریف په ګډون یو شمېر لوړپوړو پاکستانیو چارواکو هم په وار وار له امریکايي چارواکو سره لیده کاته کړي دي.
د پاکستان او امریکا په اړیکو کې د پرمختګ بله او تازه نښه دا وه چې پاکستان د سېپټمبر پر اتمه له دوو امریکايي شرکتونو سره د ۵۰۰ مېلیونو ډالرو پانګونې تفاهم لیکونه لاسلیک کړي وو.
د پاکستان وزیراعظم دفتر په یو بیان کې ویلي وو چې د یو لوړپوړي امریکايي پلاوي او د پاکستان د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د پاکستاني پلاوي ترمینځ د ملاقات پر مهال دا هوکړه شوې ده.