د کرکټ په اسیا جام کې نن پاکستان له هند سره لوبه کوي

د هند او پاکستان ترمنځ د پخوانۍ لوبي عکس

په متحده عرب اماراتو کې د کرکټ روان اسیا جام په لړ کې د سېپټمبر پر ۱۴مه پاکستان له هند سره لوبه کوي.

د اتو هېوادونو ترمینځ د کرکټ د ۲۰ اووره لوبو اسیا جام دا شپږمه لوبه د دوبۍ په نړيوال مېدان کې ترسره کېږي.

لوبه د کابل په وخت د شپې پر اوو او د پېښور په وخت د شپې په اووه نیمو بجو پیلېږي.

د سېپټېمبر په ۱۳ مه سريلنکا بنګلادېش ته په شپږ وکټو ماتې ورکړه.

بنګلادېش لومړی بېټنګ وکړ او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د پينځو لوبغاړو په زیان ۱۳۹ منډې جوړې کړې. سري لنکا ټاکلی هدف د څلورو لوبغاړو په سوځېدو په ۱۵ اور کې پوره کړ.

د اسیا جام په سږنیو لوبو کې اته هېوادونه په دوو ګروپونو کې لوبېږي. په الف ګروپ کې متحده عربي امارات، عمان، هند او پاکستان دي. په بې ګروپ کې بنګلادېش، سريلانکا، هانګ کانګ او افغانستان لوبېږي.

د کرکټ د اسیا جام ۲۰ اووره لوبې چې د سېپټېمبر پر نهمه پیل شوې، پای لوبه به یې د سېپټېمبر په ۲۸ نېټه ترسره شي.