په دوحه کې د عربي او اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له شتون سره هممهاله د قطر لومړي او د بهرنیو چارو وزیر د اسراییلو لپاره د سزا غوښتنه کړې ده.
شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني، د عربي او اسلامي هېوادونو د سرمشریزې څخه یوه ورځ مخکې د سېپټېمبر پر ۱۴مه وویل چې قطر د اسراییل او حماس په جګړه کې د اوربند د ترلاسه کولو لپاره د مصر او امریکا سره کار کولو ته ژمن دی.
د شېخ محمد په خبره، د اسراییلو برید چې د حماس د پينځو غړو او د قطر د یوه امنیتي غړي د وژنې سبب شو د منځګړیتوب په اصل باندې برید ګڼل کېږي.
د اسلامي او عربي هېوادونو مشران او بهرنیو چارو وزیران د اسراییلو د هغه برید په وړاندې د ګډ احتمالي غبرګون په سر د خبرو لپاره ټول شوي چې د حماس افراطي ډلې مشرتابه یې په دوحه کې هدف وګرځوله.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د سېپټېمبر پر ۱۴مه اسراییل ته ورسید.
د اسراییلو وزیراعظم بنیامین نتنیاهو ویلي چې اسراییلو ته د امریکا د لوړ پوړي ډیپلومات مارکو روبیو سفر د دواړو متحدینو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا ښیي.