د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د اسراییل له سفر وروسته قطر ته سفر کوي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت د سېپټېمبر پر ۱۵مه دغه اعلان وروسته له هغې وکړ چې مارکو روبیو په بیت المقدس کې د اسراییلو له وزیراعظم بنیامین نتنیاهو سره وکتل.
مارکو روبیو د سېپټېمبر پر ۱۵مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) له نتیاهو سره د خپل ملاقات په اړه لیکلي دي چې پر دې مهال د اسراییلو لپاره د امریکا سفیر مایک هکابي هم موجود وو.
مارکو روبیو او نتنیاهو وروسته په یوه خبري غونډه کې هم خبرې وکړې. په دغه خبري غونډه کې نتنیاهو یو وارې بیا خبرداری ورکړ چې د حماس پر مشرانو به که هرچیرې وي، له نورو بریدونو ډډه ونکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو داسې مهال د منځني ختیځ په سفر وتلی چې پر دوحې د اسراییلو د تېرې اوونۍ له بریده وروسته، په سیمه کې نانندرۍ زیاتې شوې دي.
لویدیزو اژانسونو لیکلي، امریکا هڅه کوي چې د خپلو دوو متحدانو، اسراییل او قطر ترمینځ ټوکیدلې نانندرۍ حل کړي.
د قطر وزیراعظم او د بهرنیو چارو وزیر شېخ محمد بن عبدالرحمن الثاني د سېپټېمبر پر ۱۴مه غوښتنه وکړه چې اسراییلو ته باید پر دوحې د برید له کبله سزا ورکړل شي.
د قطر وزیر اعظم هغه برید چې د سېپټېمبر په نهمه د حماس سخت دریځې ډلې پینځه غړي پکې ووژل شول، پر منځګړو حمله بللې ده.
الثاني د سېپټېمبر پر ۱۲مه په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر ډانلډ ټرمپ سره کتلي وو.
امریکا او اروپایي ټولنه حماس ترهګره ډله بولي.