د باجوړ انتظامیې د څلورو کلیو خلکو ته کورونو ته د ستنېدو اجازه ورکړې

د باجوړ له ګڼو کلیو خلک د جنګ له وجې بې کوره شوي ول - د اګست میاشتې انځور

د باجوړ چارواکو د عملیاتو له وجې د بې کوره شویو څلورو کلیو بې کوره شویو خلکو ته واپس خپلو کورونو ته د ستنېدو اجازه ورکړې ده.

د باجوړ د مرستیال کمېشنر له دفتره د سېپټېمبر پر ۱۵مه په خپره شوې یوه اعلامیه کې ويل شوي دي چې ډمه ډوله اول، ډمه ډوله دوم یا واړه ماموند، انعام خورو چینګۍ او د مټو چینګۍ کلي له وسلوالو پاک شوی دي او خلک یې کولای شي کورونو ته ستانه شي.

له ډمه ډولې باجوړ خار ته کډوال شوي اسد خان د سېپټېمبر پر ۱۶مه مشال راډيو ته وويل چې سيمه يې لاهم له وسلوالو پاکه نه شوې نه ده او د ستنېدو هېڅ اراده نه لري، "زموږه علاقه لا اوس هم پاکه شوې نه ده، دوی (انتظامیه) وايي چې تصفیه شوې ده خو زموږ معلومات دا دي چې هلته اوس هم وسلوال موجود دي. حکومت یوازې د سړک سره پرتې سیمې پاکې کړې دي خو څنډو ته پرتې سیمې لا هم له وسلوالو ډکې دی. نو هغه خلک واپس روان دي چې کورونه یې د سړک پر غاړه اباد دي، څنډو ته پراته خلک واپس نه ځي."

د پاکستان پوځ په اګست میاشت کې د باجوړ په لوی ماموندو کې د وسلوالو ضد عملیات پیل کړي ول چې له کبله يې شاوخوا ۱۰۰،۰۰۰ کسان بې کوره شوي ول.

د سیمې د مشرانو په وینا، هغه مهال حکومت رسماٌ د ۲۴ کلیو خلکو ته ویلي وو چې خپله سیمه دې پرېږدي او د شپږو نورو کلیو خلک هم بیا د جنګ له وېرې خوندي سیمو ته کډه شوي ول.

اوس د باجوړ د انتظامیې د چارواکو په وینا تراوسه د ۱۵ کلیو خلکو ته ویل شوي دي چې سیمه یې له وسلوالو پاکه شوې او هغوی کولای شي بیرته خپلو کورونو ته لاړ شي.