د کرکټ په اسیا جام کې نن پاکستان او متحده عربي امارات لوبه لري

د افغانستان او بنګلادېش ترمینځ د سېپټېمبر د ۱۶مې نېټې د لوبې انځور.

د اتو هېوادونو ترمینځ د کرکټ د ۲۰ اووره لوبو اسیا جام (ایشیا کپ) سیالیو په لړ کې پاکستان او متحده عربي امارات لوبه لري.

د اسیا جام لوبې چې د سېپټېمبر پر نهمه په متحده عربي اماراتو کې پیل شوې، د سېپټېمبر پر ۱۷مه یې ۱۰مه لوبه په دوبۍ نړیوال لوبغالي کې ترسره کېږي. لوبه د کابل په وخت د شپې په اوو او د پېښور په وخت د شپې په اووه نیمو بجو پیلېږي.

تر دې وړاندې د سېپټېمبر په ۱۶مه بنګلادېش په اتو منډو له افغانستانه لوبه وګټله. بنګلادېش د لوبې له پچې ګټلو وروسته لومړی د توپوهنې پرېکړه وکړه. هغوی په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د پینځو لوبغاړو په تاوان ۱۵۴ منډې جوړې کړې. افغانستان د ۱۵۵ منډو هدف پوره نه کړای شو او ټول لوبغاړي یې په ۲۰ اوورونو کې په ۱۴۶ منډو اوټ شول.

تر هغې وړاندې په ترسره شویو اتو لوبو کې متحده عربي اماراتو عمان ته، سري لانکا هانګ کانګ ته، هند پاکستان ته، سريلانکا بنګلادېش ته، پاکستان عمان ته، بنګلا دېش هانګ کانګ ته، هند متحده عربي اماراتو ته او افغانستان هانګ کانګ ته ماتې ورکړې وه.

د اسیا جام دویم پړاو ته چې د څلورو لوبډلو ترمینځ به ترسره کېږي، افغانستان او پاکستان له پاتې لوبې ګټل ضروري دي. دواړو لوبډلو تر اوسه په خپلو ګروپونو کې دوه دوه لوبې کړې دي چې یوه یوه یې ترې ګټلې ده.

د اسیا جام په سږنیو لوبو کې اته هېوادونه په دوو ګروپونو کې لوبېږي. په الف ګروپ کې متحده عربي امارات، عمان، هند او پاکستان او په بې ګروپ کې بنګلادېش، سريلانکا، هانګ کانګ او افغانستان لوبېږي.

د کرکټ د اسیا جام ۲۰ اووره لوبې چې د سېپټېمبر پر نهمه پیل شوې، پای لوبه به یې د سېپټېمبر په ۲۸ نېټه ترسره شي.

د اسیا جام له پیلېدو وړاندې افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو د درو هېوادونو ترمینځ د کرکټ په ۲۰ اووره لوبو کې برخه اخیستې وه. هغه لوبې چې په شارجه لوبغالي کې ترسره شوې د پاکستان په بریا پای ته ورسېدې.