د بونیر د بېشوڼۍ کلي خلک وايي سېلابونو له نفسیاتي مسایلو سره مخامخ کړي
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د اګست میاشتې په نیمايي کې شړکنده باران او سېلابونو د خیبر پښتونخوا د بونېر بېشوڼۍ کلی زیات وځپلو. دغلته د خلکو کورونه پرېوتل، سېلاب سلګونه کسان لاهو کړل او لسګونه نور ژوبل شول چې لایې هم درملنه روانه ده. د بېشوڼۍ خلک وايي د سېلاب ناورین دوی د رواني (نفسیاتي) ستونزو سره مخامخ کړي دي. ځینو یې مشال راډیو ته وویل چې په ځانګړي ډول ماشومان یې ډارېږي او چې په اسمان وریځ هم ووینې نو فکر کوي چې سېلاب راروان دی. د سیمې یو ډاکټر افسر علي مشال راډیو ته وویل، کال نیم وخت او درملنه به ماشومان عادي ژوند ته راوګرځوي.
د مشال راډیو خبریال بېشوڼۍ کلي ته ورغلی دی.