حکومت د مهسا امیني کورنۍ د هغې له تلین لمانځلو منع کړې

د مهسا امیني د ارشیف انځور.

په داسې حال کې چې په ایران کې د پولیسو په ولقه کې د وژلې شوې مدني فعالې مهسا امیني درېیم تلین لمانځل کېږي، ځیني ایراني وګړي او د هغې کورنۍ ته نږدې سرچینې وايي چې حکومت د هغې د تلین مخه نیولې ده.

۲۲ کلنه مهسا امیني د ۲۰۲۲م کال د سېپټېمبر پر ۱۶مه د پولیسو د حراست پرمهال وژلې شوې وه. هغه د ګشت ارشاد په نوم پولیسو د حجاب قانون سرغړونې په تور نیولې وه چې وروسته د حراست پر مهال مړه شوه. هغه مهال د هغې کورنۍ تور پوری کړی وو چې مهسا امیني د پولیسو تشدد له وجې وژل شوې خو پولیسو ویلي ول چې هغې د زړه حملې له وجې سا ورکړې وه.

د مهسا امیني کورنۍ ته نېږدې سرچینو د سېپټېمبر پر ۱۶مه مشال راډيو ته ویلي چې د کردستان صوبې په سقز سیمه کې استخباراتي چارواکو د مهسا امیني پلار امجد امیني ورغوښتی وو او ورته یې د تلین پر مهال د هېڅ قسمه مراسمو نه کولو خبرداری ورکړی دی.

پر ټولنیزو رسنیو خپرو شویو وېډیوګانو کې لیدل شوي چې د سېپټېمبر پر ۱۶مه په سقز کې دوکانونه بند وو او ویل کېږي چې دا د مهسا امیني د تلین پر مهال د احتجاج په توګه تړل شوي وو.

یوې سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط ویلي چې د سېپټېمبر له ۱۴مې راهیسې د مهسا امیني له کوره د باندې پولیس ولاړ وو او د هغوی څارنه یې کوله. سرچینو دا هم ویلي چې امنیتي ځواکونو هغې مقبرې ته چې پکې مهسا امیني ښخه ده، لارې تړلې وې چې خلک ورته ولاړ نه شي. دغسې امنیتي ځواکونو د هغې کورنۍ هم مقبرې ته له ورتګه منع کړې ده.

په ۲۰۲۲م کال کې د مهسا امیني له مړینې وروسته په ایران کې مظاهرې هم شوې وې.

هغه مهال د ايران پر امنيتي ځواکونو د مظاهرو د ځپلو له وجې شديد تنقيد شوی وو چې پکې ويل کېږي تر ۵۰۰ زیات کسان وژل شوي او ګڼ نور زخميان شوي ول.

د ۲۰۲۳ز کال د مې پر ۱۷مه د ایران عدلیې اعلان وکړ چې ستر مذهبي مشر ایات الله علي خامنه يي شاوخوا ۹۰،۰۰۰ احتجاج کوونکي بخښلي دي.