پاکستان کې د مې له ۲۶مې د ګوزڼ ۵ ورځنی واکسیني کیمپېن پيلېږي

په کراچۍ کې یوه روغتیايي کارکوونکې یو ماشوم ته د ګوزڼ واکسیني څاڅکي ورکوي - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ګډون په ټول پاکستان کې د مې له ۲۶مې د پولیو يا ګوزڼ پينځه ورځنی واکسیني کیمپېن پيلېږي.

د پولیو مخنیوي ادارې پر فېسبوک پاڼه لیکلي دي چې دا کيمپېن به د مې تر ۳۰مې دوام وکړي چې پر مهال به يې د هېواد په بېلابېلو برخو کې تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي څه باندې ۴۵ مېلیونه ماشومان واکسینوي.

ادارې زياته کړې ده چې د کيمپېن پر مهال به په پنجاب کې ۲۳.۳ مېليونه، په سيند کې ۱۰.۶ مېليونه، په خيبر بلوچستان کې ۷.۳ مېليونه، په بلوچستان کې ۲.۶۶ مېليونه، د پاکستان تر واک لاندې کشمير کې ۰.۷۴ مېليونه، په ګلګت بلتستان کې ۰.۲۸ مېليونه او په اسلام اباد کې به ۰.۴۶ مېليونه ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکي ورکول کېږي.

ادارې پر میندو او پلرونو ټینګار کړی دی چې تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکو ټولو ماشومانو ته څاڅکي ورکړي.

دا سږ کال په پاکستان کې د پوليو د مخنيوي درېيم واکسيني کيمپېن دی.

تر دې مخکې د اپرېل له ۲۱مې په ټول پاکستان کې د پولیو اووه ورځنی واکسیني کیمپېن تر سره شوی وو.

تر هغه وړاندې، د روان ۲۰۲۵ز کال د فبرورۍ په لومړۍ اونۍ کې هم په ټول هېواد کې د ګوزڼ اووه ورځنی واکسیني کیمپېن ترسره شوی وو.

د روغتيا ملي ادارې روان کال په پاکستان کې د ګوزڼ ۱۰ پېښې ثبت کړې دي چې ورڅخه یې څلور ماشومان د سیند، پينځه د خیبر پښتونخوا او یو د پنجاب اوسېدونکی دی.

تر دې مخکې په ۲۰۲۴ز کال کې په پاکستان کې د پولیو ټولې ۷۴ پېښې ثبت شوې وې. تېر کال په پاکستان کې د ګوزڼ پېښې د ۲۰۲۳ز کال پرتله په بېساري ډول زیاتې شوې. په هغه هېواد کې په ۲۰۲۳ز کال کې د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د پولیو وایرس موجود دی. په افغانستان کې تېر کال ۲۳ ماشومان ګوزڼ وهلي ول چې زياتره يې د هېلمند او کندهار ولایتونو اوسېدونکي ول.

دا هم وګورئ:

له پاکستانه د پولیو وایرس ولې نه ختمېږي؟پاکستان کې يو ځل بيا پوليو ناروغي زياته شوېګوزڼ وهلې ماشومه وايي ارمان یې دی چې پښو درېدای شوایتاج مینې په ګوزڼ پر اخته کېدو سربېره د پېنګ پانګ سیالۍ ګټلې دي

روغتیاپالان وايي، که په یو کس کې د پولیو وایرس موجود وي نو په فضله کې یې له وجوده خارجېږي او د ناپاکه اوبو په ویالو یا ځمکلاندې زېرمو کې شاملېږي.

د دوی په خبره، که په ناپاکه اوبو کې وایرس موندل کېږي نو هلته بیا د واکسیني کیمپېن له لارې هدف ترلاسه کېدل ګران وي او دا د ماشومانو د بدنونو د کمزوري مدافعتي نظام ښکارندويي هم کوي.

د پاکستان د پولیو مخنیوي پروګرام او روغتیاپالان وايي چې پوليو يوه وايرسي ناروغي ده چې درملنه نه ‌لري او يوازې واکسين کولاى شي چې ماشومان ورڅخه وژغوري نو ځکه دا اړینه ده چې میندې او پلرونه د هر کیمپېن پر مهال تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي ټول ماشومان واکسین کړي.

په پاکستان کې چارواکو او روغتیاپوهانو په تېرو وختونو کې مشال راډیو ته ویلي دي چې په افغانستان او پاکستان کې له لسیزو راهیسې د ګوزڼ واکسینو پرضد داسې ناسم معلومات خپاره شوي چې له کبله یې په یوشمېر سیمو کې ګڼې میندې او پلرونه خپلو بچیو ته څاڅکي نه ورکوي.

دوی وايي، له واکسینه انکار د وایرس د نه ختمېدو له لویو لاملونو یو دی.

له دې پرته، په تېرو دوو لسیزو کې د سختدریځه نظریاتو او افکارو کیمپېنونو له کبله هم له واکسینه د انکار کوونکو میندو او پلرونو شمېر لوړ شوی دی.