چین د پوتین او مودي په ګډون له ۲۰ څخه د زیاتو هېوادونو مشران د شانګهای همکارۍ سازمان سرمشریزې ته وربللي دي

د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو په ګډون د یوشمېر نورو هېوادونو مشرانو د ۲۰۲۴ز کال د جولای پر څلورمه په استانه کې په سرمشریزه کې ګډون کړی وو.

بیجنګ وايي، روانه میاشت په تیانجېن ښار کې د چینايي ولسمشر شي جېنپېنګ په کوربه توب د روسیې ولسمشر او د ملګرو ملتونو عمومي منشي په ګډون له ۲۰ څخه د زیاتو هېوادونو مشرانو سرمشریزه کېږي.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال لیو بېن د اګست پر ۲۲مه په بیجنګ کې خبریالانو ته وویل، د شانګهای همکارۍ سازمان هغه دوه ورځنۍ غونډه د اګست پر ۳۱مه پیلېږي چې مقصد یې "سولې او ثبات ته وده ورکول" دي.

دی وايي، غونډې ته یې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د هند وزیراعظم نرېندرا مودي او د ایراني ولسمشر مسعود پزشکیان په ګډون له ۲۰ څخه د زیاتو حکومتونو مشران وربللي دي.

رویټرز اژانس وايي، دا غونډه پر داسې وخت کېږي چې د امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ بهرنۍ تګلارې او د تعرفو عملي کولو او په غزې کې د اسراییلو جګړې ځینې مهم سیمه ییز هېوادونه چین ته نېږدې کړي دي.

اژانس وايي، د غونډې موخه د چین د سیمه ییز ځواک پیاوړي کول دي.

د فرانسې خبري اژانس وايي، لیو بېن د چا نوم وانخیست خو امریکا ته یې په اشاره وویل، "په اوسنۍ نړۍ کې، د تسلط او قدرت سیاست پخواني افکار او ذهنیتونه لا هم اغېز لري او ځینې هېوادونه هڅه کوي چې د نورو پرتله خپلو ګټو ته لومړیتوب ورکړي، چې دا نړیواله سوله او ثبات په جدي توګه ګواښي."

رویټرز اژانس وايي، ټاکل شوې چې د ملایشیا وزیراعظم انور ابراهیم هم په اکتوبر کې له ټرمپ سره تر لیدو او د جنوب ختیزې اسیايي هېوادونو د ټولنې (اسیان) تر سرمشریزې مخکې د شانګهای همکارۍ سازمان په غونډه کې ګډون وکړي.

تېر کال په اکتوبر کې په اسلام اباد کې د شانګهای همکارۍ سازمان د حکومتونو د مشرانو د شورا رسمي غونډه شوې وه چې پکې "د دولتونو حاکميت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتيا ته د متقابل درناوي پر اصولو ټينګار" شوی وو.

تر دې مخکې د ۲۰۲۴ز کال جولای کې د قازقستان په پلازمېنه استانه کې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو سرمشریزه شوې وه چې پکې هغوی په سیمه کې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې، د دوامداره او پاکې انرژۍ تولید او برېښنايي (ډېجېټل) اقتصاد په برخو کې پر همکارۍ زیاتولو سلا شوي ول.

شانګهای همکارۍ سازمان د نړۍ په کچه د نفوس او جغرافیې له مخې یو له لویو سازمانونو څخه دی. سازمان وايي، هڅه کوي چې د غړو هېوادونو ترمینځ هر اړخیزه همکاري زیاته کړي، د سیمې امنیت او اقتصادي پرمختګ ته وده ورکړي، او په نړیواله کچه د ګډو ګټو لپاره کار وکړي.

چين، روسیه، قرغيزستان، قازقستان، تاجکستان او ازبکستان د شانګهای همکارۍ سازمان لومړني او بنسټیز غړي دي خو پاکستان او هند په ۲۰۱۷ز کال، ايران په ۲۰۲۳ز کال او بېلاروس بيا د ۲۰۲۴ز کال په جولای کې د سازمان سرمشریزې پر مهال غړيتوب تر لاسه کړ.

افغانستان او منګوليا په هغه سازمان کې د څارونکو هېوادونو حيثيت لري.

افغانستان له ۲۰۱۲ز کال راهیسې د څارونکي په توګه د سازمان په غونډو کې برخه اخیسته خو په ۲۰۲۱ز کال کې د جمهوري حکومت له ړنګېدو راهیسې یې طالبان غونډو ته نه دي وربللي.