په ایراني بندر کې لویې چاودنې سلګونه کسانو ته مرګژوبله اړولې

تر چاودنې وروسته له سیمې تور لوګي خېژي - د اپرېل ۲۶مې انځور.

د ايران د هرمزګان ولايت په بندر عباس ښار کې په زوروره چاودنه کې لږ تر لږه ۲۵ تنه وژل شوي او تر ۱،۰۰۰ زیات ژوبل دي.

د مشال راډیو ایرانۍ څانګې راډیو فردا ویلي دي چې چاودنه ښار ته نېږدې په "شهید رجايي بندر" کې ظاهراً د داسې کیميايي موادو د لېږد پر مهال شوې چې د توغندیو ویشتلو پر مهال کارېږي.

ایرانیو چارواکو د اپرېل ۲۶مې د پېښې لامل په اړه معلومات نه دي ورکړي.

البته د ایران د کړکېچ یا بحران د مدیریت چارو ادارې ویاند حسین ظفري د هېواد د کارګرانو خبري اژانس (اېلنا) ته ویلي، داسې ښکاري چې چاودنه په کانټینرونو کې د کیمیايي موادو په سم ډول نه بارولو له وجې شوې ده. "چاودنه په کانټینرونو کې د کیمیايي توکو له وجې شوې ده."

دولتي ټېلېوېژن تر پېښې شاوخوا ۱۰ ساعته وروسته وویل اور لا شدید شوی او "تر نورو ځایونو او ټانکرونو غځېدلی" دی.

تر دې مخکې د ايران دولتي خبري اژانس اېرنا د لومړنیو راپورونو پر اساس ويلي ول چې په پېښه کې ۵۰۰ تنه ژوبل شوي او دا چې چاودنې د بندر عباس لوېدیزې خوا ته ځینې صنعتونه هم اغېزمن کړي دي.

تر پېښې وروسته پر ټولنیزو شبکو په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې له سیمې لوی تور لوګي پورته کېږي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي.

د بندر عباس ځايي چارواکو ویلي دي چې د چاودنې له کبله یې د اپرېل پر ۲۷مه ټول ښوونځي، پوهنتونونه او دفترونه تړلي دي.

د امبري په نوم یو شخصي امنیتي شرکت ویلي دي چې په مارچ کې بندر ته د "سوډییم پرکلورېټ" په نوم په "راکټونو کې کارېدونکي سونتوکي" رسېدلي ول. د شرکت په خبره، تهران هغه مواد د خپلو توغندیو لپاره زخیره کول ځکه چې زېرمې یې پر اسراییلیو د مستقیم برید له وجې ختمې شوې وې. تهران په غزې تړانګه کې له حماس سره د جګړې پر مهال پر اسراییلو د توغندیو دوه پراخ بریدونه کړي ول. امریکا او اروپايي ټولنه حماس یوه ترهګره ډله بولي.

په هغه هېواد کې لویه چاودنه پر داسې مهال شوې چې د اپرېل پر ۲۶مه ایرانیو چارواکو په عمان کې له امریکايي چارواکو سره خبرې وکړې. هغه مذاکرات په چټکۍ د تهران د اټومي پروګرام پراخېدو په اړه کېږي او واشنګټن له ایرانه غوښتي دي چې موافقې ته د رسېدو لپاره دې اټومي پروګرام ختم کړي. ټاکل شوې چې د دواړو خواوو ترمینځ د خبرو څلورم پړاو د مې پر درېیمه په عمان کې ترسره شي.

شهید رجايي بندر له پلازمېنې تهرانه شاوخوا ۱،۰۵۰ کېلومیټره لیرې جنوب ختیځ لوري له هرمز تنګي سره نېږدې پروت دی. په پارس خلیج کې له هغه تنګي د تېلو شاوخوا ۲۰ فیصده نړیواله سوداګري کېږي.