خیبر پښتونخوا: بارانونو او سېلابونو له ۳۰۰ زیات کسان وژلي دي

په بونیر کې خلک له خټو موټر وباسي - د اګست ۱۶مې انځور

چارواکي وايي، د خیبر پښتونخوا په بونېر، باجوړ، بټګرام، مانسهره او یوشمېر نورو ضلعو کې د شړکنده بارانونو پر مهال په بېلابېلو پېښو او سېلابونو کې د وژل شویو شمېر ۳۰۷ ته لوړ شوی دی.

د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي ادارې (پي ډي اېم اې) د اګست پر ۱۶مه په خپره کړې یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې په بونېر کې یو شمېر نور جسدونه موندل شوي دي چې ورسره د ځاني تلفاتو شمېر لوړ شوی دی. خبرپاڼه وايي په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د ۱۸۴ کسانو له تلفاتو سره بونېر د خیبر پښتونخوا ترټولو زیاته اغېزمنه شوې سیمه ده.

پي ډي اېم اې وايي په بونېر سربېره په شانګله کې ۳۶، مانسهره کې ۲۳، سوات کې ۲۲، باجوړ کې ۲۱، بټګرام کې ۱۵، کوز دیر کې پینځه او په ایبټ اباد کې یو کس وژل شوي دي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

خیبر پښتونخوا کې د ورښتونو او سېلابونو له وجې د تلفاتو شمېر لوړ شوی دی

په بونېر کې یو ځايي خبریال عزیز بونیري د اګست پر ۱۵مه مشال راډیو ته ویلي وو چې د ګدېزو بېشوڼۍ کلی اوبو لاهو کړی دی.

د خیبر پښتونخوا حکومت د اګست پر ۱۶مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره بونېر، شانګله، باجوړ، سوات، مانسهره او بټګرام افتځپلې سیمې ګرځولې دي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف په خیبر پښتونخوا او د پاکستان په شمالي سیمو کې د شړکنده ورښتونو او سېلابونو پر مهال خلکو ته په اوښتو زیانونو د ژور خپګان څرګندونه کړې ده. د پاکستان سرکاري راډیو د اګست پر ۱۶مه پر خپلې ووبپاڼې د شهباز شریف له خولې لیکلي، د سېلابځپلو د بحالۍ لپاره به خپل ټول شته امکانات په کار راولي.