اسراییلو د غزې ځینو برخو کې د عملیاتو درولو او د بشري مرستو د لېږد اجازې ورکولو اعلان کړی دی

د غزې په شمال کې لسګونه خلک خواړه او نورې مرستې لېږدوي - د جولای ۲۷مې انځور.

اسراییلو ویلي دي چې د غزې په ځینو برخو کې هره ورځ د ۱۰ ساعتونو لپاره خپل عملیات دروي او د نویو دهلېزونو له لارې به د تړانګې اوسېدونکو ته د مرستو د لېږد اجازه ورکړي.

اسراییلو دا اعلان د جولای پر ۲۷مه پر داسې مهال کړی دی چې د لوږې ښکار فلسطینیانو انځورونو نړۍ ته ټکان (صدمه) ورکړی دی.

رویټرز او اسوشيېټېډ پرېس اژانسونو د اسراییلي پوځ په حواله ویلي، تر بلې خبرتیا پورې په المواصي، دیرالبح او غزه ښار کې پوځي عملیات د سهار له ۱۰ څخه د ماخوستن تر اتو بجو پورې دروي.

پوځ داراز ویلي چې د جولای له ۲۷مې څخه د خوړو او درملو لېږدوونکو کاروانونو لپاره مشخصې لارې به د سهار له شپږو څخه د شپې تر ۱۱ پورې پرانیستې وي.

په غزه کې د حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، تر واک لاندې د روغتیا وزارت وايي، په تېرو اونیو کې لسګونه کسان د خوارځواکۍ له وجې مړه شوي دي.

وزارت وايي، د جګړې له پیل راهیسې د ۸۵ ماشومانو په ګډون ۱۲۷ کسان د خوارځواکۍ له وجې مړه شوي دي.

فلسطینیان په غزه ښار کې د مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو کورونو ته روان دي - د جولای ۲۷مې انځور.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو چارو مشر ټام فلېچر ویلي، د جګړې درېدو په موده کې په غزې تړانګه کې فلسطینیانو ته د خوړو رسولو هڅې ګړندۍ کوي.

نوموړي پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې لیکلي، له خپلو ډلو سره په رابطه کې دی او هڅه کوي چې څومره ممکنه وي لوږې ځپلو خلکو ته ورسي او اړتیاوې یې پوره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون د جولای پر ۲۴مه وویل، په سېپټېمبر کې د ملګرو ملتونو د عمومي جرګې (اسمبلۍ) د کلنۍ غونډې پر مهال فلسطین د یو دولت (ریاست) په توګه په رسمیت پېژني.

د نوموړي دې اعلان امریکا او اسراییل غصه کړل خو د فلسطینۍ ادارې د ولسمشر محمود عباس په ګډون یې د خلیج عربي هېوادونو هرکلی کړی دی.

حماس د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراييلو برید کې تر ۱،۲۰۰ زيات اسراييليان ووژل او شاوخوا ۲۵۰ یې يرغمل کړل.

تر هغې وروسته اسراييلو پر غزې بریدونه پيل کړل چې د حماس تر واک لاندې د روغتيا ادارې په وينا پکې تر اوسه تر ۶۰،۰۰۰ زیات کسان وژل شوي چې زیاتره یې ملکي وګړي دي. بلخوا د اسراییلو د ځمکنۍ او هوایي جګړې له امله غزه ویجاړه شوې او نېږدې ټول اوسېدونکي یې بې‌ ځایه شوي دي.

په هغه جګړه کې سلګونه اسراییلي پوځیان هم ووژل شول.