لیبیا کې د کښتۍ ډوبېدو په پېښه کې د ۴ پاکستانيانو په ګډون ۱۱ کسان وژل شوي دي

په مديتراني سمندر کې له کښتۍ څخه لوېدلي مساپر د ځان ژغورنې هڅه کوي ـ انځور له ارشيفه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په لیبیا کې د کښتۍ د ډوبېدو له امله د څلورو پاکستانیانو په ګډون لږترلږه ۱۱ کسان وژل شوي دي.

وزارت د اپرېل پر ۱۵مه په یو بیان کې وویل چې په طرابلس کې د پاکستان سفارتي ماموريت خبر ورکړی دی چې یوه کښتۍ، چې د پاکستانیانو په ګډون بهرنیان پناه غوښتونکي پکې سپاره ول، د سرت ښار له هراوه ساحل سره نېږدې چپه شوې ده.

بيان زياتوي چې د پاکستان د سفارت یوې ډلې، چې سرت ته یې سفر وکړ، پخلی کړی دی چې د ۱۱ کډوالو جسدونه موندل شوي دي، چې د اسنادو له مخې يې څلور پاکستانيان دي چې يو يې ګوجراوالا او درې يې د منډي بهاوالدین دي. د بيان له مخې د دوو مړو شناخت لا تر اوسه نه دی شوی.

دا لومړی ځل نه دی چې د ليبيا په سواحلو کې د کډوالو کښتۍ ډوبېږي چې يوشمېر يې پاکستانيان هم دي.

تر دې وړاندې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د فبرورۍ پر ۱۱مه ويلي ول چې په لیبیا کې د کښتۍ د ډوبېدو له امله ۱۶ پاکستانیان وژل شوي او ۱۰ ورک دي.

تر هغه وړاندې، د مراکش (المغرب) له بندري ښار سره نېږدې د هسپانيې (سپېن) پر لوري د روانې یوې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې د ۴۴ پاکستانيانو په ګډون ۵۰ کسان وژل شوي ول.

په هغو وژل شویو کې د خیبر ضلعې دوه ځوانان هم شامل ول.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د کډوالو کښتۍ پېښه: خان فراز اپرېدی وايي تر اوسه یې د زوی هېڅ پته نه ده لګېدلې

د منځني ختیځ، افریقا او اسیا ډېری کډوال او پناه غوښتونکي په ناقانونه ډول اروپا ته د تګ لپاره د اوبو له لارې يونان او اېټالیا ته ځي چې وخت په وخت په لاره کې د کښتيو ډوبېدو پېښې کېږي چې پکې ګڼو کسانو ته مرګژوبله اوړي.

د واکېنګ بارډرز په وينا، په ۲۰۲۴ز کال کې يوازې هسپانيې ته په اوښتونکو کسانو کې يې ۱۰،۴۵۷ تر رسېدو مخکې مړه شوي دي.

د ۲۰۲۴ز کال په ډېسېمبر کې د یونان په ګافدوس ټاپو کې د کښتۍ ډوبېدو په پېښه کې پینځه پاکستانیان ووژل شول او ۴۷ نور ژغورل شوي ول.

له پاکستانه هر کال ګڼ وګړي د بې کارۍ، اقتصادي او امنیتي ستونزو او ښه ژوند په تکل په ناقانونه لارو اروپايي هېوادونو ته ځي. هغوی د انساني قاچاقبرانو په مرسته له خطرناکو لارو تېرېږي چې وخت په وخت پر ځمکنیو او سمندري لارو د مرګونو پېښو ښکار کېږي.

د ۲۰۲۳ز کال په جون کې په يونان کې د کډوالو يوه کښتۍ ډوبه شوې وه چې شاوخوا ۷۵۰ کسان پکې سپاره ول. په هغه پېښه کې شاوخوا ۳۰۰ کسان ووژل شول چې ګڼ پاکستانيان هم پکې شامل ول.