د فرانسې او روسیې ولسمشرانو د اوکراین جګړې او د ایران پر اټومي پروګرام ټېلېفوني خبرې کړې دي.
دا په تېرو شاوخوا دوه نیمو کلونو کې لومړی ځل دی چې اېمانوېل مکرون له ولادیمیر پوتین سره خبرې وکړې.
د فرانسې خبري اژانس وايي، مکرون د جولای پر لومړۍ نېټه په یو ساعته خبرو کې په اوکراین کې د اوربند غوښتنه وکړه خو پوتین د جګړې پړه د لویدیزو هېوادونو غاړې ته واچوله.
روسیې درې کاله مخکې په فبرورۍ کې پر اوکراین یرغل وکړ او له هغه وخت راهیسې د دواړو هېوادونو ترمینځ جګړه دوام لري.
مکرون او پوتین د ایران پر اټومي پروګرام هم وغږېدل. دا په داسې حال کې ده چې د ایران او اسراییلو ترمینځ اوربند له څه باندې یوې اونۍ راهیسې پر ځای دی، مکرون وړاندیز وکړ چې پاریس او مسکو دې په ګډه د هغوی ترمینځ د ترینګلتیا د زیاتېدو او د جګړې د پراخېدو مخه ونیسي.
د اسراییلو او ایران ترمینځ جګړه چې د جون پر ۱۳مه شروع شوې وه ۱۲ ورځې یې دوام وکړ. په جګړه کې دواړو خواوو ته مرګژوبله واوښته او پراخ تاوان یې هم واړاوه.
د جون پر ۲۲مه امریکا هم په جګړه کې ښکېله شوه او ولسمشر ډانلډ ټرمپ وویل چې د ایران درې اټومي تاسیسات یې په نخښه کړي او د هغه هېواد اټومي پروګرام یې ختم کړی دی. تهران د ټرمپ دا دعوه رد کړه او په ځواب کې يې په قطر او عراق کې د امریکايي ځواکونو پر اډو توغندي وویشتل.
تر هغې وروسته د ټرمپ په مینځګړتوب د تهران او تل ابیب ترمینځ اوربند وشو.