د بنو پولیس وايي د اپرېل پر ۳۰مه شپې مهال د ترهګرۍ ضد پولیسو او وسلوالو ترمینځ نښته شوې ده چې پکې درې پولیس وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.
د بنو پولیسو لخوا د مې پر لومړۍ نېټه خبریالانو ته په استول شوې یوه خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې دا نښته د ډومېل تاڼې په حدودو کې په سپينه تنګي چشمه کې شوې ده او د پوليسو د ترهګرۍ ضد څانګې په ځوابي کاروايي کې دوه وسلوال هم وژل شوي او یو شمېر نور ژوبل شوي دي.
بيان کې د ژوبلو کسانو کره شمېره نه ده په ډاګه شوې، البته ادعا پکې شوې ده چې پوليسو له وسلوالو وسلې، لاسي بمونه، ځمکلاندې بمونه او نور الات ترلاسه کړي دي.
په بيان کې دا نه دي ويل شوي چې وسلوال د کومې ډلې غړي ول او تر اوسه هېڅ وسلوالې ډلې هم په دې اړه غبرګون نه دی ښوولی.
په خیبر پښتونخوا، په ځانګړي ډول د صوبې په جنوبي ضلعو، کې له تېرو درو کلونو راهیسې د ناامنۍ پېښې زياتې شوې دي او وسلوالې ډلې اکثر پر پولیسو، امنیتي سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، ولسي مشرانو، فعالانو، سیاستوالانو او دیني عالمانو حملې کوي.
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز د اپرېل پر لومړۍ نېټه په خپل میاشتني رپورټ کې وویل چې د روان کال په مارچ کې په هېواد کې وسلوال بریدونه په کمساري ډول زیات شول. هغه مرکز وايي، د ۲۰۱۴ز کال له نومبر راهیسې په لومړي ځل د سږني کال په مارچ کې د بریدونو شمېر تر ۱۰۰ لوړ وو.
د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز وايي چې امنیتي ځواکونو هم مارچ کې خپل عملیات سخت کړل چې پکې ۸۳ مشکوک وسلوال، ۱۳ سرتېري او ۱۱ ولسي وګړي ووژل شول.
د پاکستان حکومت وايي، د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته ژمن دی. ولسمشر اصف علي زرداري د مارچ پر ۲۳مه په اسلام اباد کې یوې غونډې ته وویل چې "ملت او امنیتي ادارې د ترهګرۍ پرضد "یو موټی" دي او وسلوالې ډلې خپلو "شومو موخو" ته رسېدو ته نه پرېږدي.