امریکا تر هغې وروسته له روسیې سره په جګړه کې د کارولو لپاره اوکراین ته د ځینو وسلو لېږد دروي چې د پېنټاګان ارزونې وښوده چې د امریکا د وسلو زېرمې خورا کمې شوې دي.
اوکراین ته د هغو وسلو د لېږد ژمنه د پخواني ولسمشر جو بایډن په واکمنۍ کې شوې وه.
د سپینې ماڼۍ ویاندې انا کېلي د جولای پر لومړۍ په بیان کې وویل چې د دفاع وزارت له لوري له نورو هېوادونو سره د امریکايي پوځي ملاتړ ته تر بیاکتنې وروسته "د امریکا ګټو ته د لومړیتوب ورکولو" پرېکړه شوې.
نوموړې تېره میاشت د ایران پر اټومي تاسیساتو د واشنګټن حملو ته په اشاره ټینګار وکړ چې "د امریکا د وسلوالو ځواکونو قوت خورا زیات دی – د دې پوښتنه له ایرانه وکړئ."
کېلي دا څرګندونې تر هغې وروسته کړې دې چې پولېټیکو رسنۍ د یو امریکايي چارواکي، چې د نوم نه ښوولو په شرط یې خبرې کولې، له قوله وویل، د پېنټاګان ارزونې ښوولې چې د ځینو توکو چې د ورکولو ژمنه یې شوې وه، زېرمې خورا کمې شوې دي نو هغه شیان به اوکراین ته نه لېږدول کېږي.
امریکا د ۲۰۲۲ز کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې له پراخ یرغل راهیسې له اوکراین سره د څه باندې ۶۶ اربه (مېلیارده) ډالرو وسلې او پوځي مرستې کړې دي او پر خپلو متحدانو ټینګار کوي چې هغه هېواد ته دې دفاعي نظامونه او نور تجهیزات ورکړي.
خو ډېری هېوادونه، په ځانګړي ډول د ختیزې اروپا هغه هېوادونه چې د روسیې له لوري ګواښ احساسوي، د خپلو اعلا ټېکنالوژۍ لرونکو نظامونو ورکولو ته زړه نه ښه کوي.
دا پرمختګ پر داسې مهال شوی چې اوکرایني چارواکي وايي د تېرې اونۍ په پای کې یې روسیې پر هېواد خپل تر ټولو لوی ګډ هوايي بریدونه وکړل.
هغو حملو د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د سولې په هڅو کې د پرمختګ هیلې لا کمرنګې کړې دي.
په داسې حال کې چې روسیې د ملکي بېخبنا (انفراسټرکچر) په ګډون د اوکراین پر بېلابېلو برخو د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو حملې زیاتې کړې دي، کییف له غربي هېوادونو د نورو هوايي دفاعي نظامونو غوښتنه کوي.