احمد میلاد نسیمي په پراګ کې د مشال راډیو د سټوډیو تخنیکي چارې پر مخ وړي او وخت په وخت ویډیوګانې هم اېډېټ کوي.
د هند په اتراکنډ ایالت کې د اګست پر پینځمه تر شړکنده باران وروسته سېلابونو لږ تر لږه څلور تنه وژلي دي. سېلابونو او د کمرونو نړېدو ګڼ کورونه، سړکونه اوپلونه زیانمن کړي دي. چارواکي وايي، د ژغورنې چارو ته یې دوام ورکړی دی. د رویټرز او اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي له قطر، سعودي عرب، متحده عربي اماراتو، عمان، ترکيې او روسیې سره یې افغانانو ته د کاري فرصتونو د برابرولو په اړه خبرې کړې دي.
د ترکیې په شمال لویدیځ سکاریا ولایت کې په ځنګلونو کې اور لګېدلی دی. حکومتي کارکوونکو د جولای ۲۰مې پر مازیګر د لګېدلي اور وژلو هڅو ته دوام ورکړی دی. نور د رویټرز اژانس په لنډ ویډیويي رپورټ کې.