ازادي راډيو د افغانستان په اړه خبرونه، رپورټونه، شننې، تبصرې خپروي او هره ورځ د راډیويي خپرونو ترڅنګ ویډیويي پروګرامونه او راپورونه هم خپروي.
د شورا په وینا، په الف ګروپ کې افغانستان، نیو زیلینډ، انګلستان او اسټرالیا شاملې دي او دوه نورې لوبډلې به تر لومړي پړاو وروسته ګروپ ته لاره مومي.
په رپورټ کې راغلي، "د مذهب په اړه د طالبانو سختدریځي تفسیر، د هغو افغانانو چې د اسلام متفاوت تعریف لري او هغوی چې مسلمانان هم نه دي، مذهبي ازادي نقض کړې ده."
پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ یو کال د اګست پر ۱۵مه پوره شو. طالب چارواکو د هېواد تر نیولو وروسته له دولتي او حکومتي ودانیو څخه درې رنګه ملي بیرغ لیرې کړ او پر ځای یې د خپل تحریک جنډه هسکه کړه.
د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه طالبانو کابل ونیو او پر افغانستان واکمن شول. پر هم هغه ورځ د افغانستان شاوخوا ۲۰ کلن جمهوري نظام ړنګ شو. په دې مستند فلم کې د جمهوریت وروستیو او د طالبانو د واکمنۍ لومړیو ورځو ته کتنه شوې او د افغانستان د کشالې د هغه مهال د مهمو لوبغاړو روایتونه پکې ځای شوي دي.
طالبانو تازه بیان پر داسې مهال خپور کړی چې رویټرز خبري اژانس د درو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د طالبانو جګپوړو مشرانو د اګست پر درېیمه په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې برید ته د ځواب ویلو لپاره غونډه کړې ده.
عیني شاهدانو مشال راډیو ته وویل چې په کارته سخي سیمه کې لومړی پرله پسې ډزې واورېدل شوې چې وروسته کمې شوې.
د جولای پر ۱۹مه په خپور شوي رپورټ کې راغلي، پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره د ایمن الظواهري "هوساینه ډېره" شوې او د القاعده شبکې له نورو غړو سره یې اړیکې پیاوړې شوي.
اسوشیېټډ پرېس اژانس د جولای پر نهمه په یوه رپورټ کې لیکلي چې له کینیا واخله تر روسیې او مصره مسلمانانو د لوی اختر د لمانځه جمعې وکړې.
د غونډې په پرېکړه لیک کې د طالبانو د حکومت او نظام ملاتړ ښوول شوی خو پکې د بشري حقونو او په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو په اړه څه نه دي راغلي.
له ۲۰۲۱ز کال راهیسې له افغانستان سره د امریکا د بشري مرستو اندازه ۷۷۴ مېلیونه ډالرو ته رسېدلې ده. د تېر کال د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د هغه هېواد اقتصاد د بحران ښکار شو.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د جون پر ۲۵مه په رپورټ کې ویلي دي چې تر اوسه یې په زلزله کې د ۸۰۰ کسانو مړینه او د ۱،۴۰۰ تنو ژوبلېدل تایید کړي دي.
د افغانستان په تر ټولو سخت ځپل شویو دوو ولایتونو پکتیکا او خوست کې د جون پر ۲۲مه ډله ییز قبرونه کیندل کېدل او جنازې روانې وې.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې د جون پر ۲۲مه ناوخته وویل، د افغانستان د سرې میاشت ټولنې او د نورو خیریه موسسو په ملاتړ یې خپل رضاکاران چمتو کړي چې په ناورین کې له زیانمنو سره مرسته وکړي.