اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.
د پاکستان پیپلز ګوند مشر امان الله وزیر د فبرورۍ پر ۲۲مه ناوخته مشال راډیو ته وویل، نه پوهېږي چې ریاستي ادارې خپلې ذمه وارۍ ولې نه پوره کوي؟
د فبرورۍ پر ۱۶مه په میرلي کې د پیل شوي پرلت مشرانو تور پورې کړ چېد وسلوالو ضد عملیاتو کې نه یوازې ولسي وګړو ته مرګژوبله اوړي بلکې کورونو او نورو شتمنیو ته يې هم زیانونه رسېږي.
په رستم بازار کې د فبرورۍ ۱۵مې د غونډې يو ګډونوال عمران مخلص مشال راډيو ته وويل، که حکومت د تښتول شویو کسانو د خوشې کولو لپاره ګامونه پورته نه کړي نو د فبرورۍ پر ۱۷مه یې د احتجاج پیلولو پرېکړه کړې.
د واڼه د پولیسو مشر امین وزیر د فبرورۍ پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل چې وسلوالو د فبرورۍ پر ۱۳مه د کسټمز ادارې دوه چارواکي خوشال او نثار علي او د جنوبي وزیرستان د سوداګرۍ خونې (چېمبر اف کامرس) سیف الرحمان وزیر وتښتول.
دا لار له شاوخوا ۱۶ میاشتو راهسې هلته روان پرلت له وجې بنده شوې وه. د انګور اډې د پرلت یو مشر مولانا تسبیح الله مشال راډیو ته وویل چې د جنورۍ پر ۱۶مه په انګور اډه سیمه کې د سیمې د څلورو قبایلو مشرانو په یوې جرګه کې د لارې پرانیستو پرېکړه وکړه.
د هغې جرګې يو مشر، مولانا صالح شاه د جنورۍ پر ۱۱مه مشال راډيو ته وويل چې په جنوبي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ مشر، میجر جنرال مهر عمر خان نیازي سره یې په سره روغه کې وکتل او هغه یې غوښتنې ومنلې.
په ټانک کې د درې مسیدو مشرانو د جنورۍ پر ۱۰مه په جرګه کې په سیمه کې په امنیتي حالاتو خبرې وکړې. د جرګې ګډونوالو وویل چې د سیمې امنیت باوري کول د ریاست ذمه واري ده او له سیمې نه د خلکو ایستل یا د وسلوالو ضد پوځي اپریشن پیلول د مسلې حل نه دې.
په اسلام اباد کې د سولې مطالعاتو مرکز (پاکستان انسټېټیوټ فار پیس سټډیز یا پي ای پي اېس) د جنورۍ پر لومړۍ نېټه کلنی رپورټ خپور کړ چې پکې ويل شوي دي چې په ۲۰۲۴ز کال کې په هغه هېواد کې ۵۲۱ وسلوالې حملې شوې وې چې پکې ۸۵۲ کسان وژل شوي ول.
سیف الرحمان وزیر د جنورۍ پر شپږمه مشال راډیو ته وویل چې د بر او کوز جنوبي وزيرستان زياتره سوداګر د هېواد نورو برخو ته کډه شوي او د سيمې بازارونه شاړ شوي دي.
د یادو ضلعو د پولیس چارواکو د دسمبر پر ۹مه د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې پر پوځي پوستو ځانمرګي برید او بیا له وسله والو سره د ډزو په نتیجه کې دا مرګ ژوبله شوې ده.
پوځ او يا هم د بر جنوبي وزيرستان انتظاميې په مکين کې د عملياتو د پيل په اړه رسماً څه نه دي ويلي، خو په خيبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د هغه سيمې يو استازي، د واکمن تحريک انصاف ګوند اصف خان تاييد کړې چې پوځ په يادو کليو کې د اپرېشن پلان لري
د لدهې د پولیسو ډي ایس پي هدایت الله د دسمبر پر ۲۱مه مشال راډیو ته وویل چې دا برید بیګاه شپه دوې بجې د مکین سیمې لټه سر امنیتي پوسته شوی دی.
د ډېسېمبر پر ۲۰مه د شوې درې مسيد جرګې يو مشر اېډوکېټ شېرپاو مسيد مشال راډيو ته وويل چې د پوځ ځايي چارواکو د جرګې مشرانو ته په هغه ضلع کې پر ولسي کورونو د توپو او مارټر ګولو (هاوان مرميو) د استعمال بندولو باور ورکړ.
په ډېره اسماعيل خان کې د استخباراتي ادارې يو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته وویل چې د ډېسېمبر پر ۱۷مه د درابڼ په زرکنۍ کې د پوليو د واکسيني ډلې د امنيت لپاره د ګومارل شويو پوځيانو ګاډی د سړک تر غاړې د ښخ بم ښکار شو.
د جنوبي وزيرستان سروېکۍ تحصيل چېرمېن شاه فيصل غازي مشال راډيو ته وويل چې حکومت ژمنه کړې وه چې د هر ړنګ شوي کور څښتن ته به څلور لکه روپۍ ورکوي، خو د نوموړي په خبره چې زرګونه خلک هغې مرستې ترلاسه کولو ته لا هم انتظار باسي.
د کلي دوو اوسېدونکو ګلزار او ډاکټر عصمت الله د ډېسېمبر پر ۱۴مه، مشال راډیو ته وویل چې پوځ اکثر شپې مهال درنې وسلې کاروي او د کلي خلک "له وېرې خوب نه شي کولای."
ځايي مشر ملک سعيد انور د ډېسېمبر پر نهمه مشال راډيو ته وويل چې دوه ورځې وړاندې د سره روغه تحصيل په چک سروېک سيمه کې، چې لنګرخېل قبيله پکې مېشته ده، د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمينځ تر نښتې وروسته پوځ د هغه کلي ۲۵ کسان خپل مرکز ته يووړل او زنداني يې کړل.
نور وښیئ