انیسه اجمل د مشال راډیو خبریاله ده چې د پاکستان او افغانستان په اړه پر بېلابېلو موضوعاتو رپورټونه جوړوي. نوموړې د "نا ویلې خبرې" په نوم پاډکاسټ جوړوي چې پکې پر هغو موضوعاتو بحث کېږي چې اکثر ورباندې خلک د فرهنګي او ټولنیزو محدودیتونو له وجې نه غږېږي. د پاډکاسټ ټولې برخې دلته اورېدای شئ.
د نړۍ د ګڼو نورو هېوادونو په څېر په متحده عربي اماراتو کې هم په وروستیو میاشتو کې ګراني زیاته شوې او ځینې بې وزله خلک د خوړو اخیستو وس نه لري. دې ته په کتو په دوبۍ کې چارواکو د بې وزله خلکو لپاره د وړیا ډوډۍ مشینونه لګولي دي. هغه مشینونه ډوډۍ پخوي او اړمن خلک یې ورڅخه اخلي. ویډیويي رپورټ.
رسنۍ وايي، رییسي دا خبره د سېپټېمبر پر ۲۴مه پر داسې وخت کړې ده چې له څه د پاسه یوې اوونۍ راهیسې د رژیم خلاف د احتجاجونو پر مهال د وژل شویو شمېر دوه چنده زیات شوی دی.
په سوات کې د هوټلونو د مالکانو اتحاديې مشر وکیل خان د سیپتمبر پر ۱۸مه مشال رېډیو ته وویل چې په سوات کې سېلابونو لارې خرابې کړې او هوټلونه وران کړي. د هغه په وينا د دې تر څنګ په وروستيو کې د ترهګرۍ پېښو هم سېلانيان زړه توري کړي دي.
د فلسطین په غذه تړانګه کې یوازې د ښځو لپاره یو رستورانت جوړ شوی دی چې صبایا وي ايي پي نومېږي. د دې رستوانت جوړېدو سره د غذې یوې اوسېدونکې امنه ال حایک د اشپزانو د مشرې جوړېدو ارمان هم پوره شو. هغه وایي چې ښځې بغیر د سړیو په کاروبار کې کامیابېدای شي. د رويټرز اژانس ويډيو:
په سیند کې ځینې کب نیوونکي د سېلاب له وجې د ګیرو شوو خلکو راویستو لپاره بېړۍ جوړوي. دوی وايي چې اوس هم په ګڼو سیمو کې خلک ګیر پاتي دي چې له وجې یې د کشتیو طلب زیات شوی دی. کب نیوونکي زیاتوي چې دا مهال د یوې کشتۍ نرخ خواوشا دوه لکه روپۍ دی. د رويټرز اژانس ويډيو:
د خيبر پښتونخوا د پرایمري یا ابتدايي ښوونځیو د اتحادیې مشر عزیز الله خان د سېپټېمبر پر ۱۴مه مشال رېډیو ته وویل چې حکومتي ګام ستايي خو باید ژر تر ژره عملي شي.
د مرستندویه او بيا بحالۍ چارو لپاره د صوبايي اسمبلۍ د کمېټې مشر طفیل انجم د سېپټېمبر پر شپږمه مشال رېډیو ته ویلي وو چې وروستیو بارانونو او سېلابونو په خیبر پښتونخوا کې ۱،۳۳۵ سکولونه په مکمله او يا هم جزوي توګه ړنګ کړي دي.
پاکستانیو رسنیو خبر ورکړی دی چې ولسمشر ډاکټر عارف علوي دا خبره د سېپټمبر پر پنځمه په پېښور کې له ځايي خبریالانو سره د ناستې پرمهال د یو پوښتې په ځواب کې کړې ده.
د قدرتي افتونو د نظم ادارې (اېن ډي اېم اې) د سېپټېمبر پر درېيمه ويلي چې تر اوسه د سېلابونو او بارانونو او د کورونو د پرېوتو له وجې ټول ۱،۲۹۰ کسان وژل شوي دي. د ادارې په وينا، په ټوله کې ۳۳ مېليونه خلک له سېلابونو اغېزمن شوي دي.
د عراق په البصره ښار کې د ملګرو ملتونو لخوا له ۱۰۰ کلونو څخه زیاتو پخوانیو کورونو د بیا ودانۍ کار پیل شوی دی. دې کورونو ته په عراق کې شناشیل ویل کېږي او ملګري ملتونه وايي چې باید د دې هېواد دا تاریخي ورثه خوندي وساتل شي. انیسې اجمل په دې اړه د رویټرز خبري اژانس له ویډیو دا راپور جوړ کړی دی.
د برما په رنګون (ینګون) ښار کې یوه ۱۲ کلنه نجلۍ له خپل نیکه او یوه ښوونکي څخه دودیزه لوبه زده کوي چې پکې د توپ یا بال په وسیله بېلابېل چلونه یا کرتبونه ښيي. په برما کې د دې ډول لوبې لپاره ځانګړي فلزي (داتي) توپونه کارېږي. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.
ملګري ملتونه له تېرو پینځو کلونو راهیسې هر کال د اګست پر ۲۱مه د ترهګرۍ ځپلو په یاد کې او ورته د درناوي لپاره ورځ لمانځي. په پاکستان او په تېره په خیبر پښتونخوا کې ګڼ خلک ترهګرۍ ځپلي دي او یوشمېر کورنۍ وايي، لا هم د انصاف په تمه دي. نور په رپورټ کې.
په انډونیشیا کې د اګست پر ۱۷مه د خپلواکۍ ورځې په مناسبت د خرما د ونو په تنو د ختلو دودیزه سیالي شوې. د هغې سیالۍ لپاره د ونې سټې په تېلو غوړېږي چې له وجې یې ورته ختل ګران شي او چې لوبغاړي یې سر ته وخېژي نو له هغه ځایه خپل انعام ترلاسه کوي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ یو کال پوره شو خو د هغه هېواد په زیاتره برخو کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي او په ګڼو ادارو کې ښځې له کاره منع شوې دي. پر دې سربېره یوشمېر افغان نجونو زده کړو ته دوام ورکړی او یوشمېر ښځې کار هم کوي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د سیلګرۍ له څانګې سره تړلیو کاروباریانو دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د اګست پر اتمه د سوات په مټه تحصیل کې د عملیاتو پر مهال د پولیسو او وسله والو ترمینځ نښته وشوه چې پکې د یو افسر په ګډون څلور سرتېري ژوبل شول.
په پاکستان کې د سیاسي ګوندونو په اړه د ۲۰۰۲ز کال په قانون (پولېټیکل پارټیز ایکټ) او د ۲۰۱۷ز کال په انتخاباتي قانون کې راغلي چې هېڅ ګوند د خپلو سیاسي فعالیتونو لپاره له بهرنیو حکومتونو، ادارو، سازمانونو او وګړو څخه پیسې نه شي اخیستی. په دې اړه رپورټ.
د ګلګت بلتستان د یو کلي اوسېدونکې ثمینه بېګ د جولای پر ۲۲مه د قراقرم – ۲ (کې-۲) څوکې ته وختله. هغه د نړۍ دویمه تر ټولو دنګه یا لوړه څوکه ده. بېګ لومړنۍ پاکستانۍ غرختونکې ده چې د هغه غره سر ته په ختلو کې بریالۍ شوه. په دې اړه د اسوشیېټیډ پریس او فرانس پریس اژانسونو له ویډیوګانو جوړ رپورټ.
په خیبر پښتونخوا کې هندوان او سیکان وايي، حکومت دې یې په قانوني ډول د ودونو ثبتولو ستونزه هواره کړي. د خیبر پښتونخوا حکومت په دې اړه څه وايي؟ ځواب یې په رپورټ کې.
نور وښیئ