انیسه اجمل د مشال راډیو خبریاله ده چې د پاکستان او افغانستان په اړه پر بېلابېلو موضوعاتو رپورټونه جوړوي. نوموړې د "نا ویلې خبرې" په نوم پاډکاسټ جوړوي چې پکې پر هغو موضوعاتو بحث کېږي چې اکثر ورباندې خلک د فرهنګي او ټولنیزو محدودیتونو له وجې نه غږېږي. د پاډکاسټ ټولې برخې دلته اورېدای شئ.
په پاکستان کې د خښتو په بټیو کې کارکوونکي وايي، په وروستیو کې د سختې ګرمۍ له وجې ورته کار کول ګران شوي دي. دوی وايي، د کورنۍ اقتصادي چارو چلولو کار ته اړ کړي دي. د اژانس فرانس پرېس او اسوشيېټېډ پرېس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.
د سیند صوبې په عمر کوټ سیمه کې خلک وايي د بارانونو د نه کېدو او سختې ګرمۍ له وجې په تالابونو کې اوبه کمې شوې دي او فصلونو ته یې زیان رسیدلی دی. د دې وجې څه دی او خلک یې په اړه څه کولی شي؟ انیسه اجمل له ایسوسیټيډ پریس خبري اژانس له ويډيو دا راپور جوړ کړي.
د بنو په بکاخېلو کېمپ کې د شمالي وزیرستان کډوال له حکومته غوښتنه کوي چې د دوی په سیمو کې دې تر امنیت باوري کولو وروسته ستانه کړي. دوی زیاتوي چې په کېمپ کې بنیادي سهولتونه نه لري. چارواکي وايي چې دا کډوال به په شمالي وزیرستان کې د امنیت ښه کېدو او هلته پرمختیايي کارونو وروسته ستنوي.
د سربند تاڼې مرستیال محرر اسماعیل خان د می پر ۱۵مه مشال رېډیو ته وویل چې ډزې په بټه تل څلور لارې کې شوې دي. د هغه په وينا وژل شوي کسان رنجیت سنګ او کول جیت سنګ نومیدل او په خپل دوکان کې ناست ول چې وسله والو پرې ډزې وکړي.
په کراچۍ کې د بایونېکس په نامه ناحکومتي اداره معذورانو ته د وجود مصنوعي غړي لګوي. دوی د کراچۍ یوې اوسېدونکې امنې رحمان ته د مصنوعي لاس لګولو طریقه ښيي. نوموړې وايي چې هغه ډېره خوشاله ده او له دې کار سره پکې اعتماد زیات شوی دی. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس ویډیويي رپورټ.
د شام په وړوکي ښار تادف کې یوه ناحکومتي اداره د جګړو له وجې بې کوره شویو خلکو ته روژه ماتی برابر کړی دی. د الفت په نوم د ادارې مشران وايي، د دې کار موخه یې له یو بله د جلا شویو کورنیو سره یو ځای کول ول. نور د رویټر اژانس په ویډیويي رپورټ کې.
د عراق په دویم لوی ښار موصل کې تر روژه ماتي وروسته خلک له کورونو بهر وځي او د تفریح له پروګرامونو، مذهبي موسیقۍ، کیسو اورېدو او له خوراکونو خوند اخلي. د موصل اوسېدونکي وايي چې د داعش وسله والې ډلې د فعالیتونو او پوځي عملیاتو له وجې یې ښار زیانمن شوی وو خو اوس یو ځل بیا د ژوند رنګونه پکې لیدل کېږي.
په کابينه کې د مسلم لیګ نواز ګوند ۱۳، د پاکستان پیپلز ګوند نهه، د جميعت علما اسلام ف ډلې څلور، د متحده قامي مومنټ دوه او د بلوچستان عوامي ګوند، جمهوري وطن پارټۍ او د مسلم لیګ (ق) یو یو غړي شامل دي.
د پاکستان نویو واکمنانو د دې راپور په غبرګون څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې د تحریک انصاف په مشرۍ وفاقي اېتلافي حکومت په بیا بیا هوډ ښوولی وو چې د بشري حقونو د سرغړونو مخنیوي اقدامات کوي.
په پاکستان کې موسیقاران وايي، د مغلو د واکمنۍ د وخت یوه مشهوره اله سارنګي په ورکېدو ده. دوی وايي، د سارنګۍ زیاتره استادان مړه دي او بل د دې الې پر جوړېدو د زیات لګښت او په غږولو یې کم امدن د دې د ورکېدو مهم لاملونه دي. نور د اژانس فرانس پرېس له ویډیو په جوړ رپورټ کې.
د ۲۰۲۱ز کال د اګست په نیمايي کې په پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره سم، د ملي اردو سرتېري له دندو بې برخې شول. په دوی کې فاطمه محمدي او مریم هم شاملې دي چې اوسمهال له ننګونو سره مخامخ دي. محمدي د معذورانو په یوه ښوونځي کې رضاکاره استاده ده خو مریم هېڅ دنده نه لري.
اوکراینیو چارواکو تور پورې کړی دی چې روسیې له کییف سره نېږدې په بوچا سیمه کې توکموژنه کړې ده. روسیې دا تور رد کړی او وايي، اوکراین د وژل شویو کسانو له انځورونو ښوولو سره د خلکو د پارولو هڅې کوي. بل لوري ته جاپان، فرانسې، برتانیې او نیو زیلینډ په بوچا کې د روسیې کارروایۍ غندلې دي.
د کینیا په یوه وړوکي ښار کې یوه ناحکومتي اداره له څه د پاسه دوو لسیزو راهیسې داسې ګرځنده کلېنېک چلوي چې په اوښانو بار خیمې او دواګانې کلیو ته وړي او هلته د هغو ښځو درملنه کوي چې تر جنسي تېري وروسته د ناروغیو ښکار شوې وي.
په فلپاین او کینیا کې ځینې ښځې له پلاسټيکو جامې او خښتې جوړوي. دوی وايي چې له دې لارې د چاپیریال خوندي کولو هڅه کوي.
د تعلیم مبارزې ملالې یوسفزۍ د قطر په پلازمینې دوحا کې یوې غونډې ته ویلي چې طالبان دې په افغانستان کې د شپږم ټولګي نه پورته د نجونو سکولونه خلاص کړي. په غونډه کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي تهامس ویسټ بیا ویلي چې طالبانو د سکولونو له نه خلاصولو سره د افغانانو باور مات کړی دی.
د فلپاین کښتیوان جیستوني ګارسیا له پرې شوو ویښتانو انځورونه جوړوي. هغه وايي چې د کښتۍ چلولو کار ډیر ګران دی نو د خپلې ستړیا ختمولو لپاره انځورګري کوي. په دې اړه د رویټرز خبري اژانس دا ویډیو وګورئ.
نور وښیئ