ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو هرنايي او زیارت عوامي اتحاد په جرګه کې پرېکړه کړې چې په صوبه کې د وروستیو ناامنیو ضد د جولای پر ۱۷مه د بلوچستان اسمبلۍ مخې ته پرلت وهي.
د بلوچستان په هرنایي کې د سکرو او نورو معدنیاتو کانونه دي. هلته وخت پر وخت د ناامنۍ پېښي کېږي چې امنیتي سرتېري او عام وګړي او کویله وړونکي ګاډي پکې په نښه کېږي چې پر ضد یې مخکې هم مظاهرې شوې دي.
د جولای پر دويمه سهار وختي د بلوچستان په شیراني ضلع کې په يوه وسله وال بريد کې، د پولیسو درې سرتېري وژل شوي ول چې ذمه اري یې تحریک طالبان پاکستان منلې وه.
پروفیسر راز په پښتو او اردو کې اته کتابونه لیکلي چې مشهور هغه یې ''کابل ړنګ دی مینې ژاړي''، ''عاشو، لمر او باران اوري''، ''د صلیب په دایرو کې مات وزرې زاڼې ژاړي'' او نور دي.
دا هړتال د هغه پېښې خلاف دې چې وسلوالو د جون پر ۲۶مه د زیارت په مانګي سیمه کې په سکرو بار ۱۱ټرکونه سوځولي وو او وروسته یې د هرنايي د مرستیال کمېشنر پر ګاډي ډزې هم کړې وې.
دا انتخابات د جولایي پر شپږمه د صوبې په ۳۴ ضلعو کې د چیرمین او مرستیال چیرمین د ټاکنې لپاره وشول.
پخوا د بلوڅي، پښتو او نورو اکېډمیو کلنۍ بوديجه یو کروړ روپۍ وه. په نوي بجټ کې د پښتو او نورو اکېډمیو بوديجې همغسې یو کروړ پرېښوول شوی خو د بلوڅي اکاډمۍ هغه یې پينځو کروړو روپيو ته پورته کړی دی.
پرلت کوونکي وايي، تر څو چې یې ټولې غوښتنې منل شوې نه وي احتجاج او پرلت ته به دوام ورکوي. دوی د جولای پر پینځمه نېټه په شیراني کې د کار بندیز (پهیه جام هړتال) اعلان کړی دی او دا یې هم ویلې دي چې پر دغه ورځ به د ژوب او ډېره اسماعیل خان ترمنځ پر غځېدلې لویې لارې (های وې) څوک سفر ته نه پرېږدي.
بنديانو له پوليسو څخه په زوره وسله واخيسته او پکې ۱۸ قيديانو له زندان څخه د تښتېدلو هڅه وکړه. په دغو کې یو له پولیسو سره په ډزو کې وژل شوی، دوه نور ژوبل دي او ۱۴ بیا په تښتېدو بریالي شوي دي.
د زیارت مرستیال کمشنر عبدالله طارق د جون پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل چې دا پېښه تېره شپه د زیارت ضلعې په مانګې سیمه کې شوې ده.
بلوچ لبرېشن ارمي د جون پر ۲۴مه رسنيو ته په استولي يو بيان کې ويلي، دوی ته اطلاع وه چې د پوځ په قافله کې د استخباراتي ادارې ای اېس ای لوړپوړي چارواکي هم ول.
په غونډه کې په پاکستان کې پر هغو قامونو د يووالي او اتحاد غږ هم شوی چې ويناوالو "مظلومان" وبلل.
د بلوچستان په کلني بجټ کې د صوبې د ترقیاتي کارونو لپاره ۲۲۹ اربه او د غیرترقیاتي کارونو لپاره ۴۳۷ اربه روپۍ اېښودل شوې دي.
د ښوونکو د ټولنې یو بل مرستیال مشر صدیق مشواڼی وايي، د اسلام اباد په ګډون د پاکستان په درو صوبو کې حکومتونو د ښوونکو رتبې لوړې کړې دي خو د بلوچستان حکومت لا دا کار نه دی کړی.
د جون پر نهمه په کوټه کې د زرګونه کسانو جلسې په وینا کې د غورځنګ مخکښ علي وزیر وویل د یو پلان له مخې د پښتنو په ځمکه جنګ تپل شوی او د هغه په خبره په وسایلو یې قبضه شوې ده.
د بلوچستان حکومتي چارواکي اعتراض لري چې مرکز نه یادې صوبې ته په اېن اېف سي ایوارډ کې خپله ونډه ورکوي او نه هم د سېلاب ځپلو د بحالۍ لپاره اعلان شوې پیسې ورته سپارلې دي.
د مظاهرې ګډونوال او د بلوچستان د سرکاري سکولونو د استادانو د اتحادیې مشر عنایت الله کاکړ مشال راډیو ته وویل چې د وفاق په ګډون نورو ټولو صوبو خپلو استادانو ته ترقي ورکړې خو د بلوچستان حکومت یې ځنډوي.
د اوړو مېلونو ټولنې مشر عاصم رضا د مې پر ۲۷مه په کوټه کې خبري غونډې ته وویل د پاکستان د اوړو ۷۰ سلنه اړتیا له پنجابه پوره کېږي خو له هغه ځایه نورو صوبو ته د غنمو پر لېږد بندیز دي.
د بلوچستان هرنايي ضلعې خوست (کوسټ) تحصیل په زردالو سیمه کې ځمکلاندې بم په چاودنه کې دوه کسان وژل شوي او شپږ ژوبل دي. د پېښې ذمه واري چا نه ده منلې.
نور وښیئ