ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
ماه رنګ بلوڅې د جنورۍ پر ۲۵مه د ایران او افغانستان له پولې سره نېږدې په دالبندین کې یوې جلسې ته په وینا کې وویل چې د بلوچستان طبیعي زېرمې د پاکستان نورو برخو ته لېږدول کېږي.
د جنورۍ پر نهمه په سنجيدي کې د کويلې په یو کان کې د ګیس چاودنې له امله هغه کان ونړېد چې ۱۲ مزدوران تر لاندې شول. وروسته ژغورونکو ډلو د هغوی د ایستلو عمليات پيل کړل او وروستی مړی يې د جنورۍ پر ۱۴مه وایست.
د بلوچستان د مزدورانو اتحاديې عمومي سېکرټر پیر محمد کاکړ مشال راډیو ته وویل چې ژغورونکو ډلو د جنورۍ پر ۱۴مه د وروستي کان کيندونکي مړی هم راوايست.
د پاکستان پوځ او بلوڅ وسله وال چې یو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو کومې ادعاوې کوي، د هغه په خپلواکه توګه پخلی نه کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې مخکینۍ پېښې په ترڅ کې کوټې ته نېږدې د سکرو په نړېدلي کان کې له لاندې شویو ۱۲ مزدورانو څخه د ۱۱ مړي را اېستل شوي دي.
د سکرو د کان کیندونکو خوندیتوب لپاره کارکونکې حکومتي ادارې چیف انسپیکټر ماینز عبدالغني شاهواني د جنوري پر ۱۰ مه ناوخته مشال راډیو ته وویل چې د نورو کان کیندونکو د راویستلو کار په چټکۍ سره روان دی.
د صوبايي حکومت ویاند شاهد رند د جنورۍ پر نهمه په بیان کې ویلي دي چې د سنجیدي سیمې کان د ګیس چاودنې له وجې نړېدلی دی. دی وايي چې مرستندویه ډلې د پېښې ځای ته رسېدلې دي او هلته د مزدورانو د ژغورنې هڅه کوي.
اڅکزي د جنورۍ پر اوومه په چمن کې د خپل ګوند په کوربه توب ولسي جرګې ته په وینا کې وویل چې د افغانستان کورني او بهرني قوتونه دې د هغه هېواد د خپلواکۍ د خوندیتوب او بیارغونې لپاره خپل کردار ترسره کړي.
د پولیو مخنیوي پروګرام وايي چې روان کال په بلوچستان کې د پولیو ۲۷، په خیبر پښتونخوا او سيند کې کې ۱۸، ۱۸ او په پنجاب او اسلام اباد کې یوه، یوه پېښه ثبت شوې ده.
په کوټه کې د ګوزڼ پر وړاندې د بیړنیو عملیاتو د مرکز صوبايي مشر انعام الحق د ډېسېمبر پر ۱۷مه په بیان کې ویلي دي چې دا پرېکړه يې د بلوچستان د ټولو ضلعو له انتظامي او روغتيايي چارواکو سره تر غونډې وروسته کړې ده.
د پولیو مخنیوي ادارې پر خپله ووبپاڼه په خبرپاڼه کې لیکلي، د ډېسېمبر له ۱۶مې څخه تر ۲۲مې پورې د هغه هېواد په بېلابېلو برخو کې تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي شاوخوا ۴۴ مېلیونه ماشومان واکسینوي.
د سېوۍ دوه ورځنۍ جرګه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په کوربه توب د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو کې د جرګو د هغې لړۍ برخه ده چې اعلان یې د ګوند مشر محمود خان اڅکزي د اکتوبر پر ۲۷مه په کوټه کې په خبري غونډه کې کړی وو.
د ډېسېمبر پر دویمه په کوټه کې خبري غونډې ته وینا په مهال د ګوندونو مشرانو وویل چې د صوبې حکومت د امنیت ټینګولو او د خلکو د ځان او مال د ساتنې په چارو کې پاتې راغلی دی.
اڅکزي داراز له حکومته وغوښتل چې د تحریک انصاف بنسټګر او پخوانی وزیراعظم عمران خان دې له زندانه خوشې کړي.
د نومبر پر ۲۴مه او ۲۵مه شوې جرګې خپل پرېکړه لیک خپور کړی دی چې پکې په کورمه کې د "فرقو په نوم" د وژنو "سخته غندنه" شوې او ویلي یې دي چې د هغه تاوتریخوالي لامل د ریاست ناسمې تګلارې دي چې باید ورڅخه لاس واخلي او د ولس له غوښتنو او ګټو سره سمې پالیسۍ جوړې کړي.
دا احتجاج تر هغې یوه ورځ وروسته شوی چې د کالج مشر د نومبر پر ۱۳مه په بیان کې وویل چې په وروستیو کې د زده کوونکو د دوو ډلو ترمینځ د نښتو له وجې وضعیت ترینګلی دی نو ځکه د استادانو او زده کوونکو د خوندیتوب لپاره پوهنځی تړي.
د پاکستان د اورګاډو ادارې چارواکي وايي چې نن (د نومبر پر ۱۵مه) سهار له کوټې څخه جعفر اېکسپرېس نومې اورګاډی د راولپېنډۍ له لارې د پېښور پر لور روان شو.
د نومبر پر ۱۴مه هم د بلوچستان د بار وړونکو لاریو د مالکانو اتحاديې په کلا سیف الله او بوري (لورالايي) کې له هغې صوبې څخه د پنجاب او خیبر پښتونخوا پر لوري تلونکي لويې لارې احتجاجاً تړلې دي.
نور وښیئ