ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
د کوټې سیول هسپتال ویاند وسیم بیګ رسنیو ته ویلي دي چې له پېښې وروسته یې په هسپتال کې بېړني حالت اعلان کړی دی.
د اکتوبر پر ۱۲مه د کوټې پریس کلب مخې ته لسګونو کسانو د پولیسو د ګرځنده ټولي "ایګل سکواډ" ضد مظاهره وکړه.
په چارشنبه د جمعیت علمای اسلام مشر وویل دوی چې اسلام اباد ته به د اکتوبر په ۳۱ مه داخلېږي او د ټول ملک ولس به په یو وخت ورننوځي.
اڅکزي په خپله وینا کې په دعوه سره وویل چې دا وخت په پاکستان کې د جمهوریت لپاره ریښتونې مبارزه یوازې نواز شریف او د هغه لور مریم نواز او بل پښتونخوا ملي عوامي ګوند کارکنان کوي.
د بلوچستان های کورټ په ودانۍ کې د اکتوبر پر پنځمه په یوه غونډه کې جسټس جمال خان مندوخیل د دې صوبې د چیف جسټس
د بلوچستان حکومت ویاند لیاقت شاهوانی وايي، ریکوډک د نړۍ د سرو او سپینو زرو یوه لویه زېرمه ده. او د بلوچستان حکومت یې د را-اېستلو لپاره چمتو دی.
چارواکي وايي دا ځانمرګی برید د لورلايي میډیکل کالج ته نزدې د زراعت دفتر و مخې ته نن د دوشنبې مازیګر د پولیسو پر یوه ګاډي شوی دی.
د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه چمن کې د جمیعت علما اسلام یو مرکزي مخکښ مولانا محمد حنیف د وژل کېدو پرضد
د بلوچستان الیکشن ټریبونل د سپټمبر پر ۲۷مه د بلوچستان هاي کورټ په ودانۍ کې د قومي اسمبلۍپر ۲۶۵ مه حلقه خپله فیصله واوروله او د قومي اسمبلۍ ډپټي سپیکر قاسم خان سوري یې نااهل وګرځاوئ.
د بلوچستان د مڼو د باغونو یو شمېر مالکان وايي، د یخو خونو د نېشتوالي له کبله ډېرې قیمتي مڼې په ډېره ارزانه خرڅوي، ځکه چې تر بل موسمه د خوندي ساتلو بندوبست یې نه کېږي.
ماښام مهال د ټرانسپورټ کمپنۍ په دفتر کې یوه وړه چاودنه وشوه او پولیس، مرستندویه کارکوونکي او خبریالان چې سیمې ته ورسېدل نو بله چاوده وشوه.
په کوټه کې د امنیتي عسکرو په عملیاتو کې د یوې ښځې په ګډون څلور مشکوک وسله وال وژل شوي او دوو یې خپلځانونه په باروتو الوزلي دي. د وسله والو په ډزو کې یو پولیس وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.
د بلوچستان په مرکز کوټه کې د امنیتي عسکرو په عملیاتو کې د یوې ښځې په ګډون څلور مشکوک وسله وال وژل شوي او دوو یې خپلځانونه په باروتو الوزلي دي.
د پاکستان د بشري حقونو سازمان پر حکومت غږ کړی چې لادرکه کسان دې پیدا کړي او د هغوی له کورنیو سره دې مرستې هم وکړي.
د بلوچستان په مرکز کوټه ښار کې د ساینس کالج په انګړ کې د کتابونو نندارتون د اګست پر ۲۶مه پیل شو چې پنځه ورځې به دوام کوي. په دې موقع چارواکو وویل چې د بلوچستان د مرکز ترڅنګ په کلیوالو سیمو کې هم کتابتونونه پرانیزي څو د کتاب مینه وال ترې ګټه پورته کړل شي. نور حال د ایوب ترین په ویډیويي راپور کې.
د عوامي ورکرز ګوند تر سیوري لاندې لسګونو مزدورانو د اګست پر ۲۳مه د بلوچستان په مرکز کوټه کې د پریس کلب مخې ته مظاهره وکړه.
کوټه ـ د بلوچستان په کچلاخ کې د اګست پر۱۶مه په یوه بمي چاودنه کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او ۲۳ نور ژوبل شوي دي. دا پېښه د بلوچستان د سرښار کوټې نه شمال لوري ته په ۳۰ کیلومېټرۍ کې پرتې سیمې کچلاخ په «کلي قاسم» کې رامنځ ته شوې ده.
ویل کېږي، دا مدرسه د افغان طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده پورې تړاو لري. افغان اسلامي اژانس لیکي چې په وژلو شویو کې د طالبانو د امیر ورور حافظ احمدالله هم شامل دی.
په پاکستان کې میلیونونه خلک د اګست پر ۱۲مه لوی اختر لمانځي. د هېواد ځینو لوړپوړو چارواکو سهار د اسلام اباد په فیصل جومات کې لمونځ وکړ. په کوټه کې انتظامیې د جوماتونو، عیدګاهو او امام باړو امنیت لپاره اقدامات کړي ول.
د بلوچستان په مرکز کوټه کې د ۲۰۱۶ز کال د اګست اتمې د وژل شویو وکیلانو په ویر کې په دغه صوبه او غونډ ملک کې وکیلانو کاربندیز کړی دی. په دې اړه د ایوب ترین ویډیويي رپورټ وګورئ. ویډیو اېډېټ: هدایت سلطاني
نور وښیئ