ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
د بلوچستان حکومت په صوبه کې د څاړو پر ښکار په بشپړه توګه بندیز لګولی دی او مرکزي حکومت ته یې ویلي چې چاته د ښکار کولو اجازت نامه ورنکړي.
د ډېسېمبر درېیمه د معذورانو یا معیوبانو نړیواله ورځ ده چې په لړ کې یې د یکشنبې یا اتوار پر ورځ د بلوچستان په بېلا بېلو برخو کې غونډې جوړې شوې وې. په کوټه کې یوې غونډې ته په وینا کې د بلوچستان اسمبلۍ سپیکرې راحیلې درانۍ وویل، معذورانو ته پام کول د ټولنې د هر وګړي دنده ده. نور په ویډیويي رپورټ کې.
د پاکستان د بشري حقونو ادارې په کوټه کې د ښځو د حقونو په اړه غونډه کړې. تر غونډې وروسته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په استازیتوب د بلوچستان اسمبلۍ غړې معصومې حیات مشال راډیو ته وویل، دوی د ښځو د حقونو په اړه یو لړ قوانین جوړ کړي. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.
د کوټې په سریاب سیمه کې په یوه بمي چاددنه کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپي شوي دي.
د بلوچستان فرنټیرکور بریګېډیېر تصور عباس او د کوټې پولیسو مشر عبدالرزاق چیمه په کوټه کې یوې خبري غونډې ته په خپله وینا کېویلي دي چې د لټون عملیاتو کې نېږدې ۸۰۰ پولیسو او سرحدي عسکرو ګډون کړی وو.
د بلوچستان دبلوڅ مېشتې تربت ضلعې په مند نومي سیمه کې د شنبې په سهار لیویز ځواک د پنځو کسانو مړي موندلي دي.
د الیاس زوی محمد عدیل نومېده چې وکیل وو. د دې پېښې پر ضد وکیلانو د پنجشنبې یا زیارت پر ورځ احتجاجي کاربندیز اعلان کړی دی. پولیسو تر پېښې وروسته په نوي کلي کې د لټون عملیات کړي او ځېنې مشکوک کسان یې نیولي دي.
د بلوچستان په تربت ولسوالۍ کې د ۱۵ کسانو مړي موندل شوي چې په ډزو وژل شوي دي. د چارواکو په وینا چې ټول وژل شوي کسان د پنجاب اوسېدونکي دي چې د تربت له لارې په ناقانونه توګه ایران ته روان ول.
جمعيت علما اسلام (ف ډله) او پښتونخوا ملي عوامي ګوند دريځ لري چې د قبايلي سيمو د راتلونکې پرېکړه دې د قبايلو په خوښه د ټولپوښتنې له لارې وشي.
د بلوچستان په مرکز کوټه کې یوې بمي چاودنې د صوبې د پولیسو مرستیال مشر حامد شکیل او دوه نور پولیس وژلي دي.
د بلوچستان وکیلانو له حکومته غوښتنه کړې چې د ۲۰۱۶ز کال د اګست پر اتمه په برید کې د وژل شویو او ژوبلو قانون پوهانو له کورنیو سره کړې ژمنې پوره کړي. دوی د یکشنبې یا اتوار پر ورځ په کوټه کې په غونډه کې پر حکومت ټینګار وکړ چې د قانون پوهانو د کورنیو ستونزې هوارې کړي. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.
د بلوچستان د کورنیو چارو وزير سرفراز بګټي ویلي د بېلتون غوښتونکې ډلې بلوچستان ليبرېشن فرنټ د مشر ډاکټر الله نظر ميرمن او د کورنۍ ښځې یې پرون (جمعه) خوشي کړې دي.
د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان ویلي دي چې د پاکستان مرکزي حکومت دې له پښتنو سره کړې ژمنې پوره کړي.
په کوټه کې په لومړي ځل داسې رسټورانټ پرانستل شوی دی چې مېرمنې پکې کار کوي. د رسټورانټ مالکه وايي ، هدف یې دا دی چې مېرمنې پیاوړې کړي. په دې اړه د مشال راډیو ویډیو وګورئ.
د بلوچستان د پښتون مېشتې ضلعې هرنايي په ښاهرګه سیمه کې د سکرو یا کویلې یو کان نړېدلی دی چې له امله یې لږ تر لږه اووه تنه وژل شوي دي.
یوه امنیتي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، پېښه هغه مهال شوې چې د امنیتي ځواکونو ګاډی له سیمې تېرېده. ده وویل، وژل شوي سرتېري غلام رباني او تصور علي نومېږي.
په بلوچستان کې د خبریالانو د ټولنې مشرانو ویلي، په هېواد کې وسله والو پر خبریالانو بریدونه زیات کړي دي چې له کبله یې پر خبریالۍ فشار زیات شوی دی.د یکشنبې یا اتوار پر ورځ، د بلوچستان د خبریالانو ټولنې په صوابۍ کې د خبریال هارون خان د وژنې او د وسله والو ډلو له لوري خبریالانو ته د ګواښونو پر ضد احتجاج
د یکشنبې یا اتوار پر ورځ، د بلوچستان د خبریالانو ټولنې په صوابۍ کې د خبریال هارون خان د وژنې او د وسله والو ډلو له لوري خبریالانو ته د ګواښونو پر ضد احتجاجي مظاهره وکړه.
نن د دوشنبې په سهار په کوټه کې ناڅرګندو وسلهوالو پر يوه موټر ډزې کړي چې پهکې سپاره پينځه تنهيې وژلي او يو بل يې ټپي کړى دى.
د بلوچستان د روغتیا سیکرټر عصمت الله کاکړ په ټراما سنټر کې په بیړنۍ توګه ټولډاکټران ور غوښتي چې په عاجله توګه د ټپیانو درملنه وکړي.
نور وښیئ